د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان طالبانو یو مشکوک غړی په جرمني کې محاکمه کیږي


په موشن کې د جرمني فدرالي محکمه
په موشن کې د جرمني فدرالي محکمه

جرمني مقاماتو ویلي چې د افغان طالبانو د ډلې یو مشکوک غړی د یو افغان پولیس په وژنه کې د لاس لرلو په تور په قتل او تروریستي جرایمو تورن شوی دی.

د جرمني فدرالي څارنوالانو د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی ددغه شخص دوسیه د مونشن محکمې ته سپارلې ده. مقاماتو ویلي دي چې دغه افغان "امید ن" نومیږي او شل کلن دی.

هغه په تروریستي سازمان کې په غړیتوب او جنگي جرایمو تورن شوی دی.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د جرمني مقاماتو له خولې ویلي چې دغه تورن شخص په ٢٠١٣ کال کې د طالبانو سره یوځای شوی او روزل شوی دی. دغه شخص طالبانو ته جلب او جذب کاوه او هغوی ته یې د وسلو د انتقال مسولیت په غاړه و.

امید نومی افغان همداشان پدې تورن شوی چې د طالبانو د ډلې د غړیتوب پر وخت یې یو افغان پولیس منصبدار وهلی او ټکولی او بیا یې هغه د کلاشینکوف په ډزو ویشتلی او وژلی دی.

جرمني مقاماتو همداشان ویلي دي چې طالبانو امید ته وظیفه ورکړې وه چې بمونه ښخ کړي، خو هغه ددې کار کولو ته تیار نه و، نو لومړی ایران بیا ترکیې او بالاخره د اروپا په لور وتښتید چې په ٢٠١٣ کې جرمني ته ورسید.

امید نومی افغان د روان کال د می په میاشت کې په جرمني کې ونیول شو.

جرمني رسنیو څو ځلی رپوټونه خپاره کړي چې په دې وروستیو کلونو کې د طالبانو د ډلې په زرگونو غړي د افغان مهاجرو په منځ کې جرمني ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG