د لاس رسي وړ اتصالات

یو افغان په جرمني کې د طالبانو د ډلې په غړیتوب متهم شوی


عبدالمقدس نوی افغان د ترهگر سازمان په غړیتوب، قتل، د قتل په نیت او د وسلو د قانون نه په سرغړونو تورن شوی
عبدالمقدس نوی افغان د ترهگر سازمان په غړیتوب، قتل، د قتل په نیت او د وسلو د قانون نه په سرغړونو تورن شوی

جرمني څارنوالانو یو افغان د طالبانو د ډلې په غړیتوب او پر امریکایي او افغان ځواکونو باندې د حملو کولو په تور متهم کړی دی.

د جرمني د مونشن ایالت فدرالي څارنوالانو ویلي دي چې دغه تورن شخص عبدالمقدس نومیږي او شل کلن دی.

عبدالمقدس د ترهگر سازمان په غړیتوب، قتل، د قتل په نیت او د وسلو د قانون نه په سرغړونو تورن شوی دی.

څارنوالانو ویلي دي چې دغه تورن شخص په ٢٠١٣ کې د طالبانو په ډله کې شامل شوی او د وسلو د استعمال په هکله له زده کړو وروسته یې پر افغان او امریکایي سرتیرو باندې دوه ځلې بریدونه کړي دي.

څارنوالانو دا هم ویلي دي چې په یو برید کې چې دغه شخص په کې دخیل و یو امریکایي سرتیری وژل شوی دی او په دوهم برید کې چې ٢٠١۴ کې د امریکایي پوځیانو پر کاروان شوی و لږ تر لږه یو امریکایي وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

دغه افغان چې د ٢٠١٧ کال په فبرورۍ کې په جرمني کې ونیول شو همداشان پرې تور لگول شوی چې چې ٢٠١۴ او ٢٠١٥ کلونو کې یې څو ځلې د کابل ښار ته وسلې انتقال کړي دي.

په دې ترڅ کې جرمني څارنوالانو د جمعې په ورځ وویل چې ددې هیواد یو قاضي ٣٠ کلن عبدالله نومي افغان د خوشېد کولو امر کړی دی. دغه افغان په دې تورن شوی و چې په ٢٠٠۴ او ٢٠٠٨ کلونو کې د افغان او امریکایي ځواکونو پر ضد په دوو حملو کې دخیل و.

خو جرمني څارنوالانو وویل چې هغوی ددغه شخص پر وړاندې پوره شواهد ترلاسه نکړل چې هغه په توقیف کې وساتي.

XS
SM
MD
LG