د لاس رسي وړ اتصالات

د سوات د بسونو اډه کې زوروره چاودنه شوې


نن په سوات کې د بسونو د یوې اډې سره د بم په سخته چاودنه کې پنځه کسان مړه او څلویښت تنه زخمیان شوي دي.

د حکومت مامورانو وویل داسې معلومیږي چې حمله کوونکي غوښتل د یوه عسکري کتار سره بم وچوي خو د سوات په مرکز مینگوره کې یې د خلکو په گڼه گوڼه کې د غرمې مهال خپل بم وچاوه.

دوه ښځې هم په چاودنه کی وژل شوی دي.

د نجات او ژغورنې عملې کوښښ کاوه هغه کسان را خلاص کړي چې په خپلو موټرو کې بند پاتې وو.

دغه چاودنه دومره قوي وه چې ډیر موټر یې خراب کړل.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت نننۍ چاودنه غندلې ده او وایي چې دا عمل ښیي تروریستان د انساني ژوند لپاره څومره احترام لري.

په سوات کی د طالبانو په خلاف دپاکستان پوځ پروسږکال په پراخه پیمانه عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې تقریبا دوه میلونه ملکي خلک د خپلو کورونو نه وتلو ته مجبور شول. خو یو شمیر یې بیرته خپلو کورونو ته راستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG