د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن اتیا زره مهاجر بیرته شړي


په یوه تازه پیښه کې د پنجشنبې په ورځ ۲۴ پناه غوښتونکي هغه وخت مړه شول چې د هغوی بېړۍ د یونان په سواحلو کې غرقه شوه.
په یوه تازه پیښه کې د پنجشنبې په ورځ ۲۴ پناه غوښتونکي هغه وخت مړه شول چې د هغوی بېړۍ د یونان په سواحلو کې غرقه شوه.

اندرس یگیمن یوې سویډنۍ ورځپاڼې ته وویل چې تر اوسه ۴٥ په سلو د نویو راغلیو مهاجرو پناه غوښتنلیکونه رد شوي دي. تیر کال ۱۶۳ زره مهاجر سویډن ته تللي وو.

زیات شمیر هغه مهاجر چې له منځني ختیځ څخه اروپا ته مخه کوي په زړو او ورستو بېړیو کې د خطرناکو او اوږدو لارو له وهلو وروسته اروپا ته د ښه راتلونکې په نیت ځان رسوي. خو د تیر یو کال په ترڅ کې د دوی په زرگونو کسان تلف شوي هم دي.

په یوه تازه پیښه کې د پنجشنبې په ورځ ۲۴ پناه غوښتونکي هغه وخت مړه شول چې د هغوی بېړۍ د یونان په سواحلو کې غرقه شوه.

د یونان د ساحلي گارد مقاماتو وویل چې ددې پیښې څخه لس مهاجر ژغورل شوي دي او ١١ تنه نور یې تر اوسه بې درکه دي.

د یوناني مقاماتو په وینا د ښځو او ماشومانو په گډون شپږ نور مهاجر د چارشنبې په ورځ ددې هیواد په ساحلي اوبو کې ډوب شوي دي.

اروپایي هیوادونه دې وچې ته د مهاجرینو د سیلاب د مخه کولو په نیجه کې چې د دوهمې نړیوالې جگړې راهیسې ساری نه لري له خورا ستونزو سره مخامخ دي.

یو شمیر اروپایي هیوادونو چې د زیات شمیر مهاجرو کوربه دي د پناه غوښتونکو د منلو لپاره یې یو لړ سخت مقررات غوره کړي دي.

د جرمني کابینېد چارشنبې په ورځ د یو نوي قانون مسوده ومنله چې له مخې یې دا هیواد کولای شي هغه مهاجر په اسانه له هیواد نه وباسي چې په دې هیواد کې په جرمونو تورن کیږي.

دوه ورځې دمخه د ډنمارک پارلمان هم یوه داسې جنجالي تگلاره ومنله چې د هغه هیواد پولیسو ته اجازه ورکوي تر څو د مهاجرینو قیمتي شیان چې ارزښت یې له ١٥٠٠ امریکایي ډالرو اوچت وي، ترې واخلي. په دې توگه بیا مهاجر کولای شي چې د دولتي مرستو څخه گټه واخلي.

XS
SM
MD
LG