د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا هغه ایالتونه چې په انتخاباتو کې برخه لیک ټاکي


د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د برخه لیک ټاکونکي ایالتونو شمیر دولسو ته رسیږي.
د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د برخه لیک ټاکونکي ایالتونو شمیر دولسو ته رسیږي.

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست ټاکنو ته څه د پاسه دوه اونۍ پاتې دي، جمهوري غوښتونکی کاندید ډانلد ترمپ او ډموکراته کاندیده هیلري کلنتن هڅه کوي چې خپل ډیر وخت په هغو ایالتونو کې په کمپاین کې تیر کړي چې د رای اچونکو شمیر پکې برابر ویشل شوی او کیدای شي د یو یا بل گوند برخه لیک وټاکي.

د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د دې هیواد ایالتونه معمولاً په دوو ډلو ویشل کیږي چې یوه ډله ایالتونه د دموکرات گوند پلوي وي او بله ډله ایالتونه د جمهوري غوښتونکي گوند پلوي کوي. خو د گوتو په شمیر ځیني داسې ایالتونه هم وي چې نه په بشپړه توگه دموکرات بلل کیږي او نه هم جمهوري غوښتونکي.

دغه ایالتونه د 'سونک سټیټس' یا د ډیر رقابتي ایالتونو په نوم یادیږي. د دې سره سره چې د دې ایالتونو شمیر کم دی خو د متحده ایالاتو د جمهور رئیس په ټاکل کیدو کې برخه لیک جوړونکی رول لوبوي.

د سږکال په ټاکنو کې د دې ډول ایالتونو شمیر دولسو ته رسیږي. د جورج میسن په پوهنتون کې استاد، جرمي مایر وایي "سره له دې چې هر کال د دې ایالتونو شمیر بدلیږي خو د ټاکنو په تیرو دریو دورو کې دغه شمیر تقریباً ثابت پاتې شوی."

هغه رقابتي او برخه لیک ټاکونکي ایالتونه چې ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري هغه ایالتونه دي چې ډیر لوی دي یا نفوس یې ډیر دی. په دې ایالتونو کې فلوریډا، اوهایو او کوچني ایالتونو لکه شمالي کارولاینا، نیوادا او نیوهمشایر شامل دي.

په کال ١٩٩٢ کې د بل کلنتن د بریالیتوب نه وروسته، د دموکرات گوند نوماندان په عمومي ډول په مهمو برخه لیک ټاکونکي ایالتونو کې بریالي شوي دي. د امریکن پوهنتون استاد استن هارت وایي چې دا کار ډانلد ترمپ د ستونزې سره مخ کړی.

ښاغلي هارت زیاتوي "ډونالد ترمپ د فلوریډا، اوهایو او ښایي په کولاراډو او نیوادا ایالتونو کې بریا ترلاسه کړي، که وې شو کړای نو د پنسلوانیا ایالت به هم وگټي. ترمپ به د لویې ستونزې سره مخ شي."

وروستۍ نظر پوښتنې ښیي چې هیلري کلنتن په ډیرو مهمو او برخه لیک ټاکونکي ایالتونو کې تر خپل جمهوري غوښتونکي سیال ډونالد ترمپ مخکې ده. خو په اوهایو، فلوریډا او شمالي کارولاینا کې اوس هم د ترمپ سره په سیالي کې ستونزې سره مخ ده.

XS
SM
MD
LG