د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: د ادلیب دېرش زره کسان د کورونو پرېښودلو ته اړ شويدي


شاگردان د سوریې په السفلانیه کې د یوه ویجاړ شوي ښوونځي مخې ته د ْحلب له ښارنه بهر گرځي. د سپتمبر ١٧ – مه ٢٠١٧ کال
شاگردان د سوریې په السفلانیه کې د یوه ویجاړ شوي ښوونځي مخې ته د ْحلب له ښارنه بهر گرځي. د سپتمبر ١٧ – مه ٢٠١٧ کال

نن درېمه ورځ ده چې په ادلیب کې د سورېې حکومت د روسېې د نظامی ملاتړ په مټ د ادلیب د یاغیانو پر کلیو او سنگرونو بمباری کوي.

د بشارالاسد رژیم او روسېې خپله بمباري په ادلیب، او د حامې ولایت په یوشمیر سیموکې زیاته کړیده.

نن ددوشنبی په ورځ هم د سورېې جنگي هېلیکوپټرونو د یاغیانو په ولکه کې سېمې چی په شمال لویدیځه برخهکې پرتې دی بمباری کړلې.

د سورېې د بشري حقونو د څارنې ډله چې په سپین خولیو هم شهرت لري وايی چی له نن نه مخکې په ادلیب او حامه کې د بمباریو په ترڅ کې لږ تر لږ دوه ماشومان ووژل شول او څو نور زخمیان شول.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنگۍ ویاند ډېوېډ سوانسن وايي ملگري ملتونه د تشدد د زیاتوالي له امله چې تردیرشو زرو نه زیات کسان ېې بې کوره کړي دی په ټینگه اندېښمن دي.

موږ دغه بهیر په ډیر دقت څارو او وینو چی رژیم په شمال ختیځه سیمه کې چې د القاعدې د پخوانۍ سوریايي څانگې او نورو یاغي ډلگیوپه ولکه ده، د خپلو عسکرو گمارل زیات کړي دي. د ادلیب شاخوا سیمو کې تقریبا درې ملیونه انسانان ژوند کوي په دې کې نیمايی د هېواد نورو برخو ته کډه کړېده.

د سپمتمبر د میاشتی له اولې نه تر نهمې پورې دیرش زرو او ٥۴٢ښځې، ماشومان او نارینهله ادلیب ا و حآمه نه وتلو ته اړ شوي دي. په دې بهیر کې اکثریت د سورېې او ترکېې سرحدي سیمو ته د ادلیب په شمال کې ورغلی دي.

دملگریو ملتونو د بشري مرستو نوي رئیس مار ک لوکاک نن ددوشنبی په ورځ خبرداری ورکړ چی دادلیب خلافپه ستره کچه نظآمي عملیات ددې پیړۍ تر ټولو ستره انساني غمیزه منځته راوستلی شي.

تازه بې ځایه شوي کسان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

​هغه وویل پکاده له ددې ستونزېد اوارولو لپاره په راتلونکیو څو میاشتو کې نورې لارې چارې ولټول شي څودا مسله د انساني تلفاتو په ستره غمیزه بدله نشی.

په همدې تړاو کله چې د یکشنبی په ورځ د سورېې او روسېې بمباری په ادلیب کې شروع شوه نو ترکېې په خپل جنوب ختیځ سرحد کې له سورېې سره سرحد کې د ریحانلي په ولسوالی کې خپل نظامی مهمات ا ومرستی ور ولیږلې.

XS
SM
MD
LG