د لاس رسي وړ اتصالات

دسورېې خارجه وزېر د عرب لېگ تازه پلان په ټېنگه غندلی دی.


دسورېې خارجه وزېر ولېد معلم
دسورېې خارجه وزېر ولېد معلم

دسورېې خارجه وزېر د عرب لېگ تازه پلان په ټېنگه غندلی دی. ددغه ابتکار مقصد داو چې د سورېې لس مېاشتنی ناکراری او داسد درژېم خلاف مظآهري پاېته ورسوي. دسورېې خارجه وزېر وېلي دي چې دا ېوه دسېسه ده چې غواړي د سورېې شخړو ته نړېواله بڼه ورکړي. ولېد معلم نن د سه شنبی په ورځ په ېوه خبری کنفرانس کې خبرېالانو ته ووېل دعرب لېگ 22 غړېو داسی پلان منطؤر کړېدی چې دوی پوهېدل چی سورېه به ېې په خپل ا ستقلال باندی د تېري په نامه رد کړی.

مخکی رپوټ کې ووېل شول چې د خلېج دهمکاری شوری، له سورېې نه خپل څارونکی وروسته له هغه نه راوباسی چې سعودی عربستان حکومت فېصله وکړله. دعرب لېگ څارونکیو د سورېې دحالاتو د څارنی مامورېت په غاړه درلود. د خلېج د همکاری شوری ېا جی سی سی له خوانه په دې برخه کې نن د سه شنبی په ورځ ېوه وېنا خپره شوله.

سعودی عربستان وېلی دی چې دوی دامامورېت ددی لپاره تر ک کوی چې دغه حکومت د عربو پلان ندی عملی کړ او د حکومت د مخالفېونو خلاف ېې مرگ ژوبله نده بنده کړی. په سورېه کې له تېرو لسو مېاشتو راهېسی د بشار الاسددرژېم خلاف مظاهری او اعتراضونه روان دی. له سعودی عربستان نه پرته په جی سی سی کې متحده عربی امارات، بحرېن ، قطر او کوېټ شامل دی.

نور تفصېل :

ددوشنبی په ورځ دعرب لېگ له خوانه د څارونکېو دهېتئت مشر جنرال محمد احمد مصطفی الدابی ووېل چې له کوم وخت راهېسی چې دتېرکال د ډېسمېبر په 26 مه دده هېئت د څارنی کار پېل کړېدی په سورېه کې مرگ ژوبله کمه شوی وه.

له بل پلوه سوریی دعرب لېگ دا پېشنهاد ددوشنبی په ورځ رد کړ چې وايی جمهوررئېس بشارالاسددی د له قدرت نه لاس واخلی. او د ېمن په څېردی د عبوری مرحلی لپاره شراېط برابر کاندی. د سورېې دولتی مطبوعاتو دا پلان وغانده او هغه ېې دسوریی د حآکمېت خلاف ېو ښکاره تېری وباله .

دعرب لیگ دبهرنیو چارو وزیرانو یکشنبی په ورځ په قاهره کې پیشنهاد وکړ چې دسورئې جمهوررئیس بشارالاسد دی قدرت خپل مرستیال خوشی کړی او په دوه میاشتو کې دملی یوالی داسی حکومت جوړکړی چې مخالفین پکی هم وی.نوی حکومت به دعرب لیگ او دبین المللی څارونکو په حضور کې پارلمانی او دجمهوری ریاست انتخابات وکړی .

قطر وویل، عرب لیگ دملگرو ملتونو دامنیت شورا نه وغواړی چې ددغه پلان ملاتړوکړی.

داروپائې اتحاد دبهرینو چارو وزیرانو چې په بروکسل کې غونډه کوی، دعرب لیگ ددغو کوښښونو ملاتړ وکړچې غواړی دسوریه ستونزه حل کړی. دوی دسوریه په خلاف نور اضافی بندیزونه هم منظور کړل چې پدی کې په سفرکولوبندیزه لگول، د دوه ویشتو نورو کسانو شتمنی له دوران نه غورځول او هغه اته شرکتونه شامل دی چې داسد دحکومت سره ارتباط لری.

XS
SM
MD
LG