د لاس رسي وړ اتصالات

اسد: د هولا وژنې وحشیان لا نه کوي


د سوریې ولسمشربشرلاسد د هولا په ډله ایزه وژنه کې د خپل حکومت هرډول دخالت رد کړی دی او وايي چې دغه راز عمل وحشیان لا نه کوي. د سوریې مشر دغه څرګندونې د تیرې میاشتې د عامه وژنې په هکله وې چې په کښي د ۱۰۰ نه زیات کسان ووژل شول. په وژل شویو کسانو کې ۴۹ ماشومان وو.

دا د مې د میاشتې د انتخاباتو راهیسې لومړی ځل و چې ولسمشر اسد پارلمان ته وینا وکړه. ښاغلي اسد نن د یکشنبې په ورځ پارلمان ته ویول چې د هغه هیواد د بهرنیو د توطعې سره مخامخ دی چې غواړي د هغوي هېواد ویجار کړي.

هغه یو ورځ وروسته له هغه نه وینا وکړه چې د عرب لیګ مشرانو په ضحا کې د ملګرو ملتونو د خاص استاځی کوفي عنان سره د یوې بیړنۍ غونډې په خاطر وکتل.

ښاغلي عنان وویل چې په سوریې کې د سرتاسري جګړې امکان ورځ په ورځ ډیریږي. هغه وویل چې وروستي ظلمونه ښيي چې دغه جګړه په چټکۍ سره د کنټرول نه د وتلو په حالت کې ده.

له بلي خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن پرون د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرگي لاوروف نه وغوښتل چي په سوریه کي د روانو حالاتو په اړه خبري ورسره وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه مامور وویل چي هیلري کلینټن ښاغلي لاوروف ته په خپل پیغام کي ویلي دي چي موږ باید په گډه کار وکړو چي د سوریې د سیاسي انتقال په ستراتیژۍ کي د سوریې له خلکو سره مرسته وکړو.

XS
SM
MD
LG