د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې مبارزینو د اسرایلو سرحد ته په نږدې ښار برید کړی


د سوریې مبارزینو د اسرایلو سرحد ته په نږدې ښار برید کړی
د سوریې مبارزینو د اسرایلو سرحد ته په نږدې ښار برید کړی

په سوریه کې مبارزین وایي، امنیتي قواوو، د جنګی بیړیو او ټانکونو په زور نن په بندري ښار لتاکیا باندې غټه حمله وکړه.

ددي ښاراوسیدونکي وایي، دغه ښارته نن د ټانکونو د ننوتو راهیسې تراوسه پورې لږتر لږه شپږ کسه وژل شویدي.

پرون په دغه ځای کې د حکومت زرګونه مخالفینو غونډ ه کړې وه.

دوه کسه پرون ووژل شول او څلور کسه نن وژل شویدي.

دغه جګړې او ناکرارﺉ، د جمعی په ورځ په سوریه کې د پولیسو له خوا د ١٩ کسانو د وژل کیدو د رپوټونو د خپریدو نه وروسته شروع شوی.

مبارزین اوعیني شاهدان وایي، اکثره دغه کسان وروسته له هغه ووژل شول چې مظاهره چیان سړکونو ته ووتل او بیا یې د جمهورریس اسد د لیرې کیدو نارې ووهلې.

په عین حال کې، د اسرایلو د نظامي مجلې رپوټ وایي اسرایلو د سوریي سره د خپل سرحد په غاړه کی نوی ماینونه ایښي دي. اسرایل کوشش کوي چې د ګولان غونډیو ته د احتجاج کوونکو د ننوتو په مسلې وغږیږي.

دغه مجله په خپل دی رپوټ کې وایي، دا نوي ماینونه د هغو زړو ماینونو په ځای ایښودل شویدي چې سږکال ، کله چه په سوریه کې مظاهرې وشوې، د دوه جلا مظاهرو خلک د سرحد نه اسرایلو ته واوښتل، و نه چاودل. اسرایلو ورباندی ډزې وکړې او ٣٥ کسه یي ووژل.

د مطبوعاتو رپوټونه وایي ، اسرایل اندیښنه لری چه په سپتمبرکی به د فلسطینیانو پلان شوی مظاهری چه په ملګرو ملتونوکی ددوی د خپلواکی په مسلی خبری کیږی، داسی شرایط منځ ته راوړي چې د ګولان غونډیو ته به بیا د ننوتو هڅې وشي.

په جمهورریس اسد باندې بین المللی فشار زیاتیږي چې د خپلو ناراضیانود ځپلو نه لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG