د لاس رسي وړ اتصالات

یو ځانمرګي په سوریه کې لسګونه کسان ووژل


د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي برید داعش کړی دی
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي برید داعش کړی دی

د سوریې په الباب کې د سوریې د حکومت د مخالفانو په یوې امنیتي پوستې ځانمرګي برید لسګونه کسان ووژل.

د ترکیې ځواکونو او ایتلافیانو یې یوه ورځ مخکې له داعش نه د دغه ښار ډېرې برخې ونیولې.

د ترکيې د انادولو خبري اژانس وايي په برید کې شاوخوا ۶۰ تنه وژل شوي او ۱۰۰ نور ژوبل دي. خو سي ان ان په حلب کې د چارواکو له خولې راپور ورکړی چې په برید کې د ۵۳ او ۶۰ ترمنځ کسان وژل شوي دي.

په برتانیا کې مېشته د سوریې د بشري حقونوڅار ډله وايي چې برید ولسي خلک او هغه جنګیالي په نښه کړل چې له داعش سره جنګیږي. یو شمېر نور خلک ژوبل شوي هم دي.

برید د الباب ښار د سوسیان په کلي کې شوی دی. د سوریې د بشري حقونو د څار ډله باور لري چې داعش دا برید کړی دی.

د ترکیې ځواکونو د خپلو ایتلافي ملګرو په مرسته د پنجشنبې په ورځ د داعش جګړه ماران د دغه ښار له ډېرو برخو وشړل، دا ښار د داعش قوي مرکز بلل کیږي.

په سوریې کې له څو کلونو راهېسې جنګ روان دي، چې میلیونه خلک په کې وژل شوي، ژوبل شوي او کډوال شوي دي.

XS
SM
MD
LG