د لاس رسي وړ اتصالات

د دمشق په شاوخوا کې اسلامي سخت دریځو اتحاد وکړ


د سوریې د رژیم دریو مخالفو اسلامي ډلو د دمشق په ختیځ کې یو گډ عملیاتي مرکز پرانست چې هدف یې د سوریې د حکومت او د هغه د روسي متحد پر ضد جگړه ده.

د هغې اعلامې له مخې چې د النصره په نامه په سوریه کې د القاعده شبکې د پلویانو ډلې په ټولنیزو شبکو کې خپره کړې دوی یو له هغو ډلو څخه دي چې دغه نوې موافقه یې لاس لیک کړې ده.

احراراشام او د جند الشام په نامه د اسلامي اتحاد ډلې د دې اتحاد دوه نور اړخونه دي.

دغه اعلان په داسې حال کې خپریږي چې د روسیې پوځ د بشار الاسد د رژیم په پلوۍ بمباریو ته دوام ورکوي.

روسیه درې اونۍ مخکې د اسلامي دولت د ډلې د جنگیالیو د ځپلو په نیت د سوریې جگړې ته ورننوتله. خو د امریکا متحده ایالات او د رژیم مخالفې یاغي ډلې وایي د روسیې هوایي بریدونه د اسلامي دولت د ډلې پر ځای د اسد د مخالفینو پر ضد ترسره کیږي او په حقیقت کې د اسد د ساتنې په مقصد دي.

په یوه گډه اعلامیه کې دغو دریو ډلو ویلي دي چې "دا پټه نه ده چې اسلامي امت په ځانگړې توگه په سوریه کې په بې رحمانه توگه هدف گرځیدلی دي. روسان په رسمي توگه دلته حضور لري صلیبیان [د امریکا په مشرۍ ایتلاف] او د هغوی نور متحدین هم دلته له مخکې شتون لري."

د دمشق په ختیځ کې د قوماندې دغه نوی رامنځ ته شوی مرکز چې د "جند الملاحیم" یا د رزمي سرتیرو په نامه یاد شوی په هغو سیمو کې به عملیات کوي چې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي.

د اعلامیې په وینا هدف دادی " چې په اسلامي خاوره کې ددغه ظالمانه کمپاین د ختمولو لپاره گډې هڅې وشي."

د دې ډول اتحاد رامنځ ته کیدل نه یواځې په دې خاطر دي چې د رژیم د ځواکونو پر ضد جگړه وکړي، بلکې همداشان پر روسي سرتیرو او پر نړیوال ایتلاف او په سوریه کې د هغوی پر متحدینو باندې هم بریدونه وکړي.

د النصره جبهه ددې اتحاد تر ټولو ستره ډله ده چې د امریکا د متحده ایالاتو له لورې یو ترهگر سازمان بلل کیږي چې د رپوټونو له مخې د څه مودې راهیسې د دې ډول یو مرکز د جوړولو هڅه یې کوله. دا ډله کوشش کوي چې په ادلیب له ماتې وروسته د دمشق په شاو خوا کې د پل ځای ومومي.

له بلې خوا د سیمې زیات شمیر اوسیدونکي د دې ډول یو اتحاد د رامنځ ته کیدو په اړه اندیښمن دي او هغه د ځان لپاره بد گڼي. یو سیمه ییز خبریال د امریکا غږ ته ویلي چې دا نوی پرمختگ کولای شي د روسیې د حکومت پر وړاندې جگړې باندې سمدستي تاثیر واچوي.

هغه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي هیله څرگنده کړه چې د اسد د رژیم د مخالفینو نوی اتحاد د یوې نوي بشري ناورین سبب نه شي، ځکه د هغه په وینا په داسې شرایطو کې د اسد د رژیم د غبرگون وړاندوینه نه شي کیدای. هغه زیاته کړه چې دومره چې النصره او احرار الشام د سیمو د نیولو په لټه کې دي، همره د خلکو د ساتنې په فکر کې نه دي.

د رژیم ځواکونو د ٢٠١۴ کال راهیسې دغه سیمه محاصره کړې ده چې دغه محاصره په پراخه توگه د خوراکي توکو او نورو موادو د کمبود سبب شوی ده.

د اسلام لښکر په نامه بله سخت دریځه ډله چې د دمشق په ختیځ کې فعالیت کوي د النصره جبهې او د احرار الشام له لورې د وضیعت له خرابوالي څخه په گټه پورته کولو ملامت شوی دی. ویل شوي دي چې دا ډله د نرخونو په کنترولولو او له سیمې څخه د ملکي وگړو د وتلو په مخنیوي سره له ملکي وگړو څخه گټه اخلي.

په داسې حال کې چې د النصره جبهه او د اسلام لښکر د دمشق په ختیځ کې زیاته برخه تر ولکې لاندې کړې، د سوریې پوځي ځواکونه په منظمه توگه په دې ساحې باندې هوایي بریدونه کوي.

د اسلامي دولت ډلې تیر کال د لنډ وخت لپاره د ختیځ غوطه کنترول ترلاسه کړ، خو محلي وسله والو ډلو او نورو اسلامپالو قوتونو د اسلامي دولت د ډلې جنگیالي له دې سیمې څخه وایستل.

د امریکا غږ د همکار سیروان کاجو لیکنه

ژباړونکی: عارف عثمانزوی

XS
SM
MD
LG