د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې د شعیه ګانو په زیارت ځانمرګی برید شوی


سمدستې چا د دغو بریدونو مسولیت نه دی اخیستی
سمدستې چا د دغو بریدونو مسولیت نه دی اخیستی

د سوریې دولتي مطبوعات وايي د شنبې په ورځ د دمشق په یو کلي کې د سیدیه زینب د زیارت په دروازې کې لومړی ځانمرګی برید وشو او بیا له بمونو ډک یو موټر وچاول شو.

مطبوعات وايي په دغو بریدونو کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ګڼ نور یې ژوبل شوي دي، خو په برتانیا کې د سوریې د بشري حقونو ډله وايي، چې په بریدونو کې ۱۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

وژل شوي ډېر ملکیان دي، چې د روژې په میاشت کې د دوعا او عبادت لپاره زیارت ته ورغلي وو. سره له دې چې امنیتي ځواکونه د زیارت کلک امنیت هم نیولی و، خو بیا هم چاودنې وشوې.

سمدستې کومې ډلې د دغو بریدونو مسولیت نه دی اخیستی. مخکې په دغې سیمې کې دا ډول بریدونه او چاودنې شوې وې، چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش یې مسولیت اخیستی و.

XS
SM
MD
LG