د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه: د دې وخت رارسیدلی چې پر سوریې بندیزونه لاټینګ سي


فرانسه: د دې وخت رارسیدلی چې پر سوریې بندیزونه لاټینګ سي
فرانسه: د دې وخت رارسیدلی چې پر سوریې بندیزونه لاټینګ سي

فرانسه وایي چې د دې وخت رارسېدلی دی چې د سوریی په حکومت باندې بندیزونه لا ټینګ سي ، ځکه چې د سوریې حکومت په دغه هیواد کی د بدلون راوستلو دغوښتنو پروا نه کوي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الین جوپې غوښتنه وکړه چی نور بندیزونه دي په سوریې باندې ولګول سي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دي د دمشق پر ضد یو پریکړه لیک تصویب کړي.

هغه هیله څرګنده کړه چې هغه هیوادونه چې تر اوسه پوري یې د سوریی په خلاف د امنیت د شورا د پریکړې مخه نیولې ده، د سورېې په برخه کې په حقایقو پوه سي.

د دی نه مخکي، جوپې د فرانسی خبري اژانس ته وویل چې د سوریی د جمهور ریس، بشار االا سد لپاره ډیر ناوخته سوی دی چی تغییر راولي.
جوپې د دی نه ورسته چې د ترکیی د بهرنیو چارو د وزیر، احمد توغولو سره یی وکتل په یوه خبري کنفرانس کی یې دغه خبري وکړې.

د سوریې د بشري حقوقو ډلې وایي چې امنیتي ځواکونو پرون د پنجشنبې په ورځ د ملک په بیلا بیلو برخو کې لږ تر لږه 5 تنه وژلي دي. د چارشنبې د ورځې نه راپدیخوا چې د حکومت وسله والو مخالفینو د پوځ په یوې پوستې باندې برید وکړ، په سوریې کې هم شخړو زور اخیستی دی.
په سوریې کې د بشري حقونو د څارنې اداره، چې مرکز یې په برتانیه کې دی، امریکا غږ ته یې ویلي دي چې په پنځو وژل شویو کسانو کې یوه پنځه کلنه ماشومه هم شامله ده چې د امنیتي ځواکونو لخوا د (دیر الزور ) په ښارګوټي کې وژل شویده.

دا په داسي حال کې ده چې په مستقله توګه د دغو بریدونو او وژنو تائید کومې سرچینې ندی کړی.

XS
SM
MD
LG