د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې حکومت غوطې ته د مرستو رسولو اجازه ورکړه


د فیبرورۍ په شپږمه د دوما په محاصره شوي ښارګوټي کې له هوايي بمبارۍ وروسته د ورانیو ترڅنګ ماشومان لیدل کیږي

د سوریې حکومت بالاخره ملګرو ملتو ته اجازه ورکړې ده چې هغو زرګونو کسانو ته بشري مرستې ورسوي چې د غوطې په محاصره شوې سیمه کې ایسار پاتې دي.

د ملګرو ملتو د مرستو رسولو ادارې دیته تیاری نیسي چې لومړی کاروان یې له څو میاشتو وروسته د یکشنبې په ورځ د دوما ښارګوټي ته ننوځي.

دغه کاروان به ۱۸۰۰۰۰ کسانو ته د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو سازمانونو خوراکي مواد، درمل او نور د اړتیا وړ شیان انتقالوي.

د منځني ختیځ او شمالي اقریقا په چارو کې د ملګرو ملتو د ماشومانو د صندوق ساحوي مشر ګیرت کاپیلیرا وايي چې خوراکي او روغتیايي موادو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه چې په غوطه کې یو زیات شمیر ماشومان په سؤ تغذي اخته دی.

ملګرو ملتو دغه اجازه په داسې حال کې ترلاسه کړې ده چې ددې سازمان د سپوږمکیو ادارې د غوطې په سیمه کې د هغو ودانیو تصویرونه خپاره کړي دي چې په بشپړ ډول ویجاړې شوې او یا یې زیان موندلی دی.

دغه حالت له څو اونیو وروسته له هغه تر سترګو کیږي چې د سوریې حکومت د روسیې په ملاتړ خونړي عملیات پیل کړي دي.

په عین حال کې د جمعې په ورځ په ژنیو کې د ملګرو ملتو د بشري حقونو د شورای په غونډه کې په بشري حقونو کې د ملګرو ملتو لوی کمیشنر زید رعد الحسین وویل چې د دمشق په ختیځ کې د غوطې پر محاصره شوې سیمې هوايي بریدونه او د یاغیانو له خوا تر ډزو لاندې د دمشق نیول دواړه جنګي جرمونه دي.

هغه وویل "هغه څه چې مونږ یي په ختیځه غوطه او د سوریې په نورو ځایونو کې ګورو، ښايي جنګي جرمونه او د بشریت پرخلاف جرمونه وي. ملکي کسان وژل کیږي. ددغو جرمونو عاملین باید پوه شي چې پیژندګلوي یې کیږي."

بریتانیا د هغو جرمونو په اړه د تحقیق کولو غوښته کړې وه چې د غوطي خلک ورسره مخامخ دي.

په دغه غونډه کې په ملګرو ملتو کې د متحده ایالاتو د ماموریت د دفتر سرپرست تیوډور الیګرا وویل چي د هغه وحشت د بیانولو لپاره مناسب ټکي وجود نه لري د سوريې رژیم یې د بریدونو له لارې پر خپلو خلکو ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG