د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې حکومت د ټول حلب کنټرول تر لاسه کړ


د ختیځ حلب نه خلک پداسې حال کې وتل چې واوره وریده او هوا ډیره سړه وه.
د ختیځ حلب نه خلک پداسې حال کې وتل چې واوره وریده او هوا ډیره سړه وه.

د ختیځ حلب نه پرون د پنجشنبې په ورځ د مخالفو وسله والو او ملکي خلکو وروستی موټر روان شو او پدې سره ټول حلب د حکومت لاسته ورغی. ختیځ حلب د تیرو څلورو کالونو راپدیخوا د یاغیانو په لاس کې و.

د ختیځ حلب کنترول تر لاسه کول په تیرو شپږو کالونو کې چې د سوریې د حکومت په خلاف وسله واله مبارزه پیل شویده، د جمهور رئیس بشارالاسد لپاره تر ټولو غټه کامیابي ده.

د سوریې پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې " د هیواد د امنیتي ځواکونو او ملګرو ځواکونو د قربانیو او اتلولۍ په نتیجې کې په حلب کې امنیت او ثبات بیرته ټینګ شو."

په ختیځ حلب کې چې د حکومت په لاس کې دی، د سوریې حکومتي عسکرو او عامو خلکو خوښې ښودله او ویل یې چې " ختیځ او لودیځ حلب نور پای ته ورسیده او یوازې یو حلب ترې جوړ شو. "

په همدې حال کې مخالفینو ویلي دي چې حکومت ته د ختیځ حلب په لاس ورتلل د هغوي لپاره ستره ناکامي ده. د احمد الخطاب په نامه یو مخالف چې د مطبوعاتو په برخې کې یې کار کاوه، اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې " د حلب د سقوط نیټه به هیڅکله هیره نکړي."

د ختیځ حلب نه د ملکیانو او مخالفینو د وتلو موافقه د ترکیې او روسیې په منځګړتوب شوې وه. ملګري ملتونه وایي چې د دې موافقې له مخې تقریباً پنځه دیرش زره وسله وال مخالفین او ملکي خلک د ختیځ حلب نه ووتل او هغو سیمو ته ولاړل چې د مخالفینو په لاس کې دي.

په همدې حال کې د سره صلیب نړیوالې ادارې ویلي دي چې د څلورو زرو نه زیات وسله وال په شخصي موټرو او لارۍ موټرو کې د ختیځ حلب نه ایستل شویدي.

XS
SM
MD
LG