د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې رژیم د استخباراتو د ادارې مشر نیولی


په سوریې کې د بشارالاسد په رژیم کې اختلافات ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو دي. مطبوعاتي رپوټونه وایي چې د سوریې د استخباراتو تر ټولو جګپوړی مشر علي مملوک د حکومت لخوا نیول شویدی. د دې پیښې نه څو اوونۍ مخکې د سوریې د استخباراتو د ادارې پخوانی مشر رستم غزاله هم د دمشق په یوه روغتون کې په مرموز ډول مړ شو.


په عربي مطبوعاتو کې پرون د دوشنبې په ورځ وویل شول چې د سوریې د استخاباتو تر ټولو ستر مشر علي مملوک به ښایي پدې تور نیول شوی وي چې پلان یې درلود د بشارالاسد رژیم ړنګ کړي. د برتانیې د ټیلګراف ورځپاڼې څه موده وړاندې ویلي و چې ښاغلی مملوک پدې په غصه و چې سوریه د ایران سره بیخي زیاتې نږدې او قوي اړیکې لري.

د کویټ یوې ورځپاڼې دوه اوونۍ وړاندې ویلي و چې د سوریې د استخباراتو د ادارې دغه مشر ته زهر ورکړل شوي و خو وروسته بیا د ایران یوه مبصر وویل چې هغه سخت ناروغه دی. یو شمیر عربي مطبوعاتو بیا ویلي دي چې ښاغلي مملوک د ترکیې د استخباراتي چارواکو سره خبرې کړیدي او په همدې خاطر د سرویې رژیم هغه نیولی دی.

د سوریې د استخباراتو بل سابقه دار ستر مشر رستم غزاله هم تیره میاشت د دمشق په یوه روغتون کې په مرموز ډول مړ شو. رپوټونه وایي چې هغه د سوریې د درعا په ښار کې د پوځي عملیاتو پر سر د نورو استخباراتي چارواکو سره جنجال کړی و.

په مملوک او غزاله باندې دا تورونه هم و چې په 2005 کال کې یې د لبنان د پخواني صدراعظم رفیق حریري په وژلو کې لاس درلود. د سوریې د استخباراتو یو بل مامور هم چې په همدې قضیې کې د لاس لرلو شک پرې کیده، په 2013 کال کې د خپل کور مخې ته په ډزو وویشتل شو او ووژل شو.

د پاریس په پوهنتون کې د سیاسي علومو پروفیسر خطار ابو دیاب امریکا غږ ته وویل چې د سوریې رژیم پخوا هم هغه چارواکي له مخې لیرې کړیدي چې په سیاسي لحاظ یې رژیم ته ستونزې پیدا کولې.

" په غیرې معمولي ډول د سوریې د کورنیو چارو د پخواني وزیر غازي کنعان او د بشارالاسد د اوښي او د استخباراتو د پخواني مشر آصف شوکت وژل کیدو ته په پام سره، سړی دې نتیجې ته رسیږي چې د سوریې رژیم وخت نا وخته هغه کسان له منځه وړي چې د رژیم نه خوښیږي. رژیم دغه کسان په کورنیو او بهرنیو کړیو په لاس وژني. "

د لبنان سابقه دار سیاستوال ولید جنبلاط څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو ځانګړې محکمې ته چې د صدراعظم رفیق حریري د وژل کیدو قضيه څیړي، ویلي و چې د سوریې استخباراتي چارواکو د هغه بمي چاودنې په دسیسې کې لاس درلود چې په 2005 کال کې یې ښاغلی حریري وواژه. جنبلاط د سوریې په چارواکو دا تور هم ولګاوه چې د هغه د پلار په شمول یې د لبنان نور مشران هم وژلي دي.

پروفیسر ابو دیاب وایي چې " په علي مملوک د کودتا یا د رژیم د ړنګولو تور بې ځایه دی ځکه چې هغه په سوریې کې د انقلاب یا کودتا لپاره سړي نلري. " خو زیاتوي چې " د ایراني سلاکارانو په شمول د بشارالاسد وفاداره ملګري به ښایي پدې غصه شوي وي چې علي مملوک پخوا د یو شمیر لویدیځو هیوادونو د استخباراتي ادارو سره اړیکې درلودې. "

د امریکا د اوکلهوما په پوهنتون کې د منځني ختیځ د مطالعاتو د مرکز مشر جاشوا لینډس وایي " په علي مملکوک د کودتا تور لګول او یا دا چې هغه د سوریې د مخالفینو سره د ایران د اختلاف لرلو په خاطر خبرې کړیدي، بیخې ناممکنه خبره ده.
" دا تورونه بیخي امکان نلري، ځکه چې د مخالفینو سره د ښاغلي مملوک خبرې کول به هغه ته څه ګټه ورسوي؟ مخالفین یوازې غواړي چې د هغه د مړي سره خبرې وکړي او یا یې مړ وګوري. څوک به د مخالفینو سره خبرې وکړي، ځکه هغوي خو یو یا دوه نفره ندي، بلکه په سلهاوو ملیشې دي. "

ښاغلی لینډس همدرانګه وایي چې " په علي مملوک دا تور چې هغه د سوریې سره د ایران د مرستو په اړه اندیښنه ښودلې، د ریشخندۍ وړ خبره ده ځکه چې سوریې ته به د ایران نه پرته بل له کومه ځایه مرستې راځي. "

لینډس وایي " ایران دا څلور کاله کیږي چې د سوریې د رژیم ملاتړ کوي، همدا ملاتړ د رژیم د بقا یوازینۍ لار ده. او دا چې د سني او شعیه اختلاف په رژیم کې لکه د لمر داسې روښانه ده. "

XS
SM
MD
LG