د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه: د داعش وروستۍ سلګۍ دي


د سوریې دیموکراتیک ځواکونه چې امریکا یې ملاتړ کوي وایي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ختمیدو وروستۍ شیبې دي

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو مشري کردي ملیشې کوي. دغه ملیشې وایي چې د اسلامي دولت یا داعش په خلاف یې د پام وړ پرمختګ کړی خو لا هم جګړه روانه ده.

دغه ملیشې وایي چې د عراق سرحد سره نږدې د داعش یوازې یو قوي مرکز پاتې دی. د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په همکارۍ تقریباً څلور کاله کیږي چې د اسلامي دولت یا داعش وسله والو په خلاف جګړه کوي او هغوي یې د سوریې د شمالي برخې نه ایستلي دي.

د ایس ډي ایف مطبوعاتي مسؤل مصطفی بالي ویلي دي چې د داعش په خلاف پدې تیرو دوه ورځو کې بریدونو زور اخیستی او ډیرې سیمې یې ترې نیولي دي.

ښاغلی بالي وایي چې د عراق د سرحد او د داعش د مرکز تر منځ غځیدلې لارې یې هم نیولي او د تښتیدو ټولې لارې پرې بندې دي. بالي وایي "داعش ډله پدې پوه ده چې همدا یې وروستی جنګ دی او دا د هغوي د ژوند وروستۍ شیبې دي. " د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه هم مني چې کردي ملیشو د داعش په خلاف جګړې کې "غټ" پرمختګ کړی خو زیاتوي چې جګړه لا پاتې ده.

د دغو ځواکونو یو ویاند ډګروال شان ریان د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې " د تل لپاره د داعش له منځه وړل د ائتلافي ځواکونو ماموریت دی". ډګروال ریان وویل چې داعش لا هم د سیمې امنیت ته خطر دی

XS
SM
MD
LG