د امریکا غږ خبریاله آمنه میستو په سوریې کې د کردي ځواکونو د ښځینه جنګیالیو د یوې قطعې په هکله په خپل راپور کې لیکي چې دغه ځواک د داعش ډلې په وړاندې د مبارزې لپاره پوره چمتوالی لري.
په داسې حال کې چې داعش ډله وايي کوم جنګیالي چې د ښځو په لاس وژل کيږي جنت ته نه داخلیږي، په سورېې کې مېشته د ښځینه قطعې جنګیالي په خپلو روزنځایونو د دښمن د وژلو ځانکړي مهارتونه زده کوي.
پدغو زده کړو کې د نښې ویشتل، ډله ییز تمرینات او د پوځي کمپ د خوندي ساتلو لپاره د لارښونو په پام کې نیول شامل دي.
یوه کردۍ سرتېرې، روزلین د خپلو پوځي زده کړو په اړه وايي " مونږ سهار پنځه بجې له خوبه را پاڅیږو او ورځ مو تر یوې غونډې وروسته پیلوو. مونږ د یو ساعت لپاره فزیکي تمرینونه ترسره کوو، له تمرین څخه وروسته سهارنی کوو او په پای کې په پوځي روزنو شروع کړو. اوسمهال مونږ تخنیکي روزنه ترلاسه کوو."
د پوځي زده کړو سربیره ښځینه سرتیري سیاسي ټولګي هم لري. زیلان د ښځینه جنګیالیو د روزنې مشره ده. هغه ددغو سرتیرو دنده د پولو ساتنه بولي "دلته مونږ جنګیالیو ته پوځي او سیاسي زده کړه ورکوو. مونږ له یو بل سره اوسیږو او د هر شي په اړه له یو بل سره همکاري کوو. له روزنې وروسته، دغه جنګیالۍ د پولو په اوږدو کې ګزمه کوي."
ښځینه جنګیالۍ د هغو کسانو کېسې هم اوري چې د جګړې په لومړۍ لیکه کې له داعش سره جنګیدلي دي. پدې ډله کې ځینې ښځینه پوځي قومندانانې له تازه جذب شویو سرتیرو سره د جګړې په دګر کې خپلې تجربې شریکوي.
د روزني او پوځي تمریناتو تر څنګ، دغه ښځې د ډوډۍ پخولو، پاکوالي او کرنې په چارو کې هم یو بل ته لاس ورکوي.
ښځینه جنګلیالۍ پدې بارو دي چې دوي نه یواځې دا چې د کردانو د حقونو لپاره هڅه کوي بلکې موخه ېې داده چې د ښځو د برابرو حقونو لپاره هم ګام پورته کړي.
که څه هم سوري جنګیالۍ تل خپلې کورنۍ یادوي خو واېې چې د خپلې خاروې لپاره مبارزه تر بل هر څه مهمه ده.
ژباړه: احمد شکیب دوست