د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه وايي د تیرې ورځې عامه وژنه د ترهګرو کار دی


د سوریې چارواکي وايي چې دوي د هغه قتل عام مسول نه دي چې په کښي په یوه کلي کې لږ تر لږه ۹۲ کسه ووژل شول چې ماشومان هم په کښي شامل وو.د سوریې د باندنیو چارو د وزارت ویاند جهاد مکدېسي نن د یکشنبې په ورځ په دمشق کې خبریالانو ته وویل چې دغه برید د حکومت ضد وسله والو کړیدی. هغه وویل چې حکومت دغه برید غندي او تروریستي عمل یې بولي.

ښاغلي مکدیسي زیاته کړه چې حکومت په دې اړه څیړنې پیل کړي او پایلي به یې د څو ورځو په موده کې معلومې شي. د سوریې د باندنیو چارو د وزارت ویاند دغه راز وویل چې د ملګرو ملتونو خاص استاځی کوفي عنان به سباه د دوشنبې په ورځ سوریې ته ورسي.

په سوریې کې فعالین وايي چې د هولا د کلي برید د حکومتي ځواکونو او ملیشو له خوا تنظیم شوی وو.

د ولسمشر بشرالاسد پر ضد د ۱۵ میاشتني پاڅون راهیسې دغه برید تر ټولو خونړۍ برید و.

عیني شاهدان وايي چې د خلګو وژل هغه مهال پیل شول چې حکومتي ځواکونو د جمعې د لمانځه وروسته پر کلي برید وکړ.

بل پلوه د عرب لیګ یو جګپوړی چارواکی وايي دغه هېواد د عرب لیګ او ملګرو ملتونو د خاص استاځي کوفي عنان مرستیال ته اجازه نه ده ورکړې چې دغه هېواد ته سفر وکړي.

د سوریې یو چارواکی وايي چې د فلسطین د پخواني د باندنیو چارو د وزیر ناصر الکېدوا پر ضد پریکړه شخصي نه وه بلکې سوریه نه غواړي چې د عرب لیګ سره کومه معامله وکړي.

دغه چارواکي د یکشنبې په ورځ د نوم د نه اخیستو په شرط د مطبوعاتو سره خبري وکړې.ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو خاص استاځی کوفي عنان به سبا د دوشنبې په ورځ سوریې ته سفر وکړي. عرب لیګ د مارچ په میاشت کې ښاغلی الکېدوا د هغه د مرستیال په توګه وټاکی.

عرب لیګ تیرکال په دغه سازمان کې د سوریې غړیتوب لغوه کړ او پر دغه هېواد باندي یې بندیزونه وضع کړل.

XS
SM
MD
LG