د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د مخالفینو ایتلاف د سوریې لپاره لومړی وزیر ټاکي


د سوریې ملي اوپوزیسون نن په ترکیې کې لیده کاته کوي چې د یاغیانو له خوا د کنټرولېدونکو سیمو دپاره لومړی وزیر وټاکي.


ټاکل شوې چې د لومړي وزیر دپاره به رایې د سې شنبې تر ورځې پوري واچول سي خو د دې نه مخکي د یوه واحد مشر د ټاکلو څو هڅې ناکامه شوي دي.


یادشوی د اوپوزیسون ایتلاف هیله لري چې د حکومت ضد مخالفینو له خوا د حکومت تشکیل به د دوي تر لاس لاندي سیمې باثابته کړي. د اوپوزیسون مشر جورج سبره نن د دوشنبې په ورځ په اسټانبول کې وویل چې د لومړي وزیر ټاکل به د هغو بې ځایه سویو سوریه یانو سره هم مرسته وکړي چې د روان کړکیج له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

،،زه فکر کوم چې دا یې وخت دی چې حکومت د یوه باثبات بنسټ پر بنا جوړ شي. مونږ دغه راز حکومت ته د آزادې سوریې په سیمو کې د اجرایوي ماموریتونو دپاره اړتیا لرو او دغه راز د هېواد په بیلابیلو برخو کې د کډوالو کمپونو د ادارې دپاره هم دغه ډول حکومت ته اړتیا لرو.،،



ځینو اوپوزیسون مشرانو بیا د لومړي وزیر د ټاکلو پر پریکړې نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې د دې پرځای دي باید یوه اجرايوي شورا جوړه سي چې د حکومت ضد مبارزینو چارې وڅاري او وروسته بیا د انتقالي حکومت پر جوړېدو موافقه وکړي چې په کښي به د سوریې د حکومت غړي هم غړیتوب ولري.

د یادونې وړ ده چې د سوریې اوپوزیسون ایتلاف د ۱۰۰ نه زیاتو هېوادونو له خوا د سوریې دخلګو د مشروع استاځي په توګه په رسمیت پېږندل شوی دی. په دغو هیوادونو کې امریکا، بریتانیه، فرانسه او ترکیه شامله ده.
XS
SM
MD
LG