د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو په سوریې کې د ملګرو ملتونو د سولې د بهیر هغه پریکړه لیک منظور کړ چې اوربند او د دمشق د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ یې خبرې په کې شاملې دي.
خو د جمعې په ورځ تایید شوي پریکړه لیک کې د سوریې د اوسني ولسمشر بشار الاسد د راتلونکي په اړه څه نه دي ویل شوي.
پریکړه لیک دا مني چې د سولې پروسه د سوریې جنګ نه شي ختمولی ځکه چې د داعش او النصره جبهې په ګډون ځینې نورې ډلې په کې ګډون نه لري.
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سوریې په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک په هکله وویل "د ۲۲۵۴ شمېره پریکړه لیک په منلو سره نن، دغه شورا ټولو خواوو دا څرګند پیغام استوي چې اوس په سوریې کې د وژنو د ختمولو وخت راغلی او د داسې یوه حکومت جوړلو ته زمینه برابروي چې د سوریې جنګ ځپلي خلک یې ملاتړ کولی شي. "
د امنیت د شورا د ۱۷ غړو هېوادونو د پریکړه لیک په مسودې باندې د خپلو اختلافاتو د حل لپاره پنځه ساعته خبرې وکړې.
دغه پریکړه لیک ته د امنیت شورا د غړو هېوادونو د یوې نادر واحد نظر په توګه کتل کیږي ځکه دوی د ډېرو مسایلو په اړه خپلو کې سره اختلاف لري.
دغه پریکړه د ویانا په تړون کې په ترلاسه شوو نتایجو باندې له نړیوال ملاتړ سره د امنیت د شورا د نظارت د حق ساتنه کوي.
په پریکړه کې لیک کې ویل شوي چې د سولې خبرې به د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې پیل شي، د شپږو میاشتو په موده د ملګرو ملتونو ترنظارت لاندې موقت حکومت جوړ شي او د ۱۸ میاشتو په دننه کې به آزادې او بې پرې ټاکنې وشي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي او د چین، فرانسې او برتانیې د بهرنیو چارو وزیرانو د امنیت شورا دغه پریکړه لیک وستایه.