د لاس رسي وړ اتصالات

په پالمیرا کې یو ډله ییز قبر موندل شوی


په سوریه کې چارواکي وایی پوځ په پالمیرا کی یو لوی او ډله ییز قبر پیدا کړیدی. چارواکي وايي په دغه قبر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۰ جسدونه دي.

ځينې داسې مړي هم په کې دي چې سرونه یې پرې شوي دي او په ټوپک ویشتل شوي دي. په لندن کی د بشري حقوقونو څارونکې ډلې ددغه لوی قبر د پیدا کېد خبر تایید کړی دی.

دغې ډلې ویلي، چې د اسلامي دولت ډلې داعش، تېر کال د پالمیرا د نژدې لس میاشتنې اشغال پر مهال شاوخوا ۳۰۰ تنه ووژل او د پالمیرا په ورڅېرمه سیمو کې يې تر خاورو لاندې کړل.

خو، لا دقیق معلوم نه دی، چې دغه کسان کله وژل شوي دي.

د سوریی حکومتی ځواکونو د روسیې د هوایي ځواک په زور او مرستې د پالمیرا ښار د یکشنبې په ورځ د داعش له ډلې بېرته ونیوه. د سوریي نظامي او ماهرانو د جمعې په ورځ سلگونه ماینونه شنډ کړل.

هغوی وايي چې دغه ماینونه د اسلامی دولت وسلوالو د دې لپاره ښخ کړي وو، چې د حکومتی ځواکونو د رسېدو، او له سیمې نه تر تښتېدو مخکې يې والوزوي.

XS
SM
MD
LG