د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې اته تنه مظاهره چیان وژل شوي


په سوریې کې اته تنه مظاهره چیان وژل شوي
په سوریې کې اته تنه مظاهره چیان وژل شوي

د بشري حقوقو فعالین وایي چي د سوریې امنیتي قواو پرون د جمعې په ورځ په ټوله سوریه کي په څو ځایونو کي په مظاهره چیانو باندي ډزي وکړې، لږترلږه اته کسه یې په کي ووژل.

په دمشق کي عیني شاهدانو مخکي ویلي وو چي امنیتي قواو لږترلږه ١٥٠٠ تنه مظاهره چیان محاصره کړي دي. په عین حال کي د ( حمص ) د مرکزي ښار اوسیدونکو وویل چي په دې ښار کي د امنیتي قواو ډیر عسکر را غونډ شوي دي او د هغوي د موجودیت له کبله د مظاهره چیانو شمیر څو سوو تنو ته راکم سوی دی.

د ( حمص ) د ښار اوسیدونکو د رویترز خبري آژانس ته وویل چي دوي د مظاهرو په منځ کي د توپکو ډزي اوري.

بل پلو:

پرون د جمعې په ورځ د قاهرې د تحریر په میداني کي په زرګونو خلک په اصطلاح د " دوهم انقلاب " د پاره راغونډ شوي وو.

هغوي د مصر د نظامي حکومت نه غوښتل چي ددیموکراتیکو اصلاحاتو جریان چټک کړي چي د رسمي مامورینو له خوا د رشوتخوریو ختمول هم په کي شامل وي. مظاهره چیانو ویل چي نظامي مشرانو د راپرځول شوي جمهوررئیس حسني مبارک د حاکم ګوند ډیر غړي د اصلاحاتو په جریان کي شامل کړي دي.

مظاهره چیانو بیرغونه رپول چي دا په کي لیکل شوي وو چي " د مصر انقلاب لا ترسره سوی نه دی. " عیسویانو او مسلمانانو په نوبت د تحریر په میداني کي دوعاګاني او عبادتونه وکړل.

د مصر په نورو ښارونو لکه د سکندریې او د سویس په ښارونو کي هم مظاهرې وسوې.

مګر د مصر ډیري منظمي سیاسي ډلي ( اخوان المسلمین ) په دغو مظاهرو باندي انتقاد وکړ او د مظاهرو تنظیمونکو ته یې خبرداری ورکړ چي هغوي د اردو او خلکو ترمنځ اختلافات را پیدا کوي

XS
SM
MD
LG