د لاس رسي وړ اتصالات

د سورېې رقه کې داعش خلاف جگړه توده شویده


د امریکا په ملاتړ د کردانو او عربانو ایتلافي قواو د سورېې په شمال کې د رقه په سیمه کې د داعش خلاف عملیات پیل کړیدي. رقه په سوریه کې د داعش چې ځانته د اسلامي دولت ډله هم وايي ، د خلافت مرکز بلل کیږي.

د کردي او عرب جنگیالیو دغه ځمکني عملیات په داسې وخت کې پیلیږي چې دې نه مخکې د امریکا د پوځ یو لوړرتبه قوماندان جنرال جوزف وټل سیمې ته سفر کړی و، جنرال وټل د امریکا په مرکزي قوماندانۍ کې د سورېې چارې اداره کوی. جنرال وټل ویلي دي چې ده د کردانو او عربو د ایتلاف د قوماندانانو سره لیدلي او معلومه کړې یې ده چې دوي قابل او د اعتبار وړ ملگري دي.

د داعش نه د رقه د آزادولو په جگړه کې شامل کرد او عرب جنگیالي
د داعش نه د رقه د آزادولو په جگړه کې شامل کرد او عرب جنگیالي

بلخوا په واشنگټن کې د سه شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر د خبریالانو سره په خبرو کې ویلي دي چې سورېې ته د جنرال جوزف وټل تگ د سورېې په اړه د امریکا د پلان یوه برخه ده.

ښاغلي ټونر ویلي دي چې ترڅو چې د سورېې د مسئلې یو سیاسي حل نه وي پیدا شوی ، نو تر هغې به هلته د امنیت مسئله سخته وي او د داعش ډله به هم خوندي او مصئون ځایونه لري. همداراز د سیمه ایزو چارو کارپوه زبیر اقبال چې په واشنگټن کې د منځني ختیځ د انسټوییټ سره کار کوي وايی چې دی نه پوهیږي چې د کرد او عرب جنگیالیو دغه گډ عملیات د څه مقصد دپاره کیږي. بل دا چې دا عملیات به د ترکېې سره د امریکا په اړیکو باندي څه اغیزې ولري. ځکه چې ترکیه د کردانو سره مخالفه ده او نه غواړي چې کردان ورنه خپلواکي واخلي.

ښاغلی زبیر وايي چې دی فکر نه کوي چې د داعش ملا ماتول به په سورېه کې ثبات ته څومره گټه ورسوي. ځکه چې ترڅو هلته سیاسي کړکیچ نه وي ختم شوي دا بحران به همداسې روان وي.

XS
SM
MD
LG