د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوالې ټولنې او سوریې ترمنځ اندېښنې مخ پر زیاتیدو دي


د نړیوالې ټولنې او سوریې ترمنځ اندېښنې مخ پر زیاتیدو دي
د نړیوالې ټولنې او سوریې ترمنځ اندېښنې مخ پر زیاتیدو دي

په داسي حال کې چې په سوریه کې ددغه رژیم له خوا د عامو خلګو پرضد تاوتریخوالی او تشدد ادامه لري، د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن د اروپايي اتحاد د خارجي پالیسۍ د مشرې اشتن کترین سره یوځای د سوریې د خلګو سره همدردي څرګنده کړه او پر ولسمشر اسد یې غږ وکړ چې نور دي واک پرېږدي. د بلي خوا نه د چین د باندنیو چارو د وزارت مرستیال وزیر دمشق ته د دوه ورځنی سفر په خاطر رسیدلی دی

د چین د باندنیو چارو د وزارت مرستیال وزیر ژای جون د جعې په ورځ دمشق ته ورسیدی چې ددغه هیواد د مشرانو سره وګوري. د ښاغلي ژای سفر په داسي حال کې راځي چې د سوریې د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ په اړیکو کې اندېښنې زیاتې شوي دي.

د یادونې وړ ده چې چین د روسیې سره یوځای د امنیت په شورا کې وړاندي شوې مسوده چې په ترڅ کې به یې د اسد رژیم غندل شوی وای، ویټو کړه.

د چین د باندنیو چارو مرستیال وزیر د سي سي ټیوي چینل سره په هوايي دګر کې د خبرو پرمهال وویل چې هغه هیله لري چې د سوریې حکومتي چارواکي به دې ته وهڅوي چي په دغه هیواد کې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

ښاغلي جون داسي وویل : ،،زه به د سوریې د مشرانو سره وګورم او هڅه به وکړم چې په سوریه کې روان بحران ته د حل مناسبه لاره پیدا شي.،،

د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن او د اروپايي اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کترین اشتن د یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې دواړو د اسد پر رژیم باندي غږ وکړ چې نور دي واک پرېږدي.

د اروپايي اتحاد د خارجي پالیسۍ مشرې کترین اشتون داسي وویل: ،،ته نشی کولای چې خپل خلګ ووژنی. ته نشی کولای چې مشر اوسی او دا مشرتوب نه دی.،،

میرمن کلینټن وویل چې د سوریې خلګ دي داسي فکر نه کوي چې د امریکا متحده ایالات او نړیواله ټولنه یې په فکر کې نه ده.

میرمن کلینټن داسي وویل: ،،زه پر دې تاکید کوم چې د سوریې خلګ دي په دې پوه شي چې د نړۍ په شاوخوا کې په لسګونه میلیونه کسان شته چې د دوي په شان په سختو شرایطو کې بند پاته دي. بله خبره دا چي مونږ د امنیت په شورا کې راوګرځول شو.،،

د بلي خوا نه د بریتانیې او فرانسې مشرانو هم د جمعې په ورځ وویل چې د سوریې د حکومت مخالفین نړیوال ملاتړ او حمایت ته اړتیا لري چې د حکومت د ځپلو په مقابل کې مقاومت وکړي.

د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزی داسي وویل: ،،مونږ نشو کولای چې د سوریې پاڅون بریالی کړو که چیري د سوریې خلګ په خپله ځان منظمه نکړي او یو موټی نشی چې مونږ وروسره په سمه توګه همکاري وکړو.،،

د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کمیرون هم وویل چې هیواد یې د فرانسې سره یوځای پر هغو لارو چارو باندي غور کوي چې څه وکړي چې په لړ کې یې د سوریې د خلګو سره مرسته وشي.

ښاغلي کیمرون داسي وویل: ،،دا یوه پیچلې موضوع ده او مونږ ته په کار ده چې د خپلو ملګرو، متحدینو او په سیمه کې د هیوادونه سره یو ځای زیار وباسو چې په ترڅ کې یې هر هغه هڅه وشي چې زمونږ په وسه پوره ده.،،

فرانسه او بریتانیه، دواړه غواړي چې د ولسمشر اسد مستبد رژیم دي وغندل شي. د ملګرو ملتونو د آمارو پر بنسټ تر اوسه پوري په سوریه کې د تاوتریخوالي له کبله ۵۴۰۰ کسه وژل شوي دي.

د تاوتریخوالي نه تښتیدلي سوریه یان چې ترکیې ته تللي دي او هلته د هتې په ولایت کې د کډوالو په یوه کمپ کې ژوند کوي هڅه کوي چې د هماغه ځای نه د سوریې پر رژیم باندي فشار ته ادامه ورکړي.

یاسر کتریب چې په ترکیه کې مهاجر دی داسي وايي: ،،مونږ به د ملګرو ملتونو، عرب لیګ او هرڅه نه ملاتړ وکړو چې د سوریې رژیم وړنګ کړي. که چیري ټوله نړۍ هم زمونږ پر ضد ودریږي مونږ به تر مرګ جنګیږو.،،

په بریتانیې کې میشت د بشري حقوقو نظارتي ډله وايي چې د حمص ښار د بابه امر، بیاده، خالیدیه او انشات پر سیمو باندي بریدونه شوي دي خو دغه حملې او په سوریه کې تازه مرګ ژوبلې په مستقله توګه نشي تاییدیدای ځکه سیمې ته بهرني خبریالان نشي ورتلای.

بلي خوا ته د بشري حقوقو فعالین وايي چې دوي د داسي پېښو اسناد په لاس کې لري چې د سوریې د دولتي پوځ له خوا ملکي وګړي شکنجه کېږي، په دې کې ټپي شویو بندیانو ته د درملونو نه ورکول، په خونړۍ توګه د لاریونونو ځپل ، او د استوګنې پر سیمو باندي بریدونه شامل دي

XS
SM
MD
LG