د لاس رسي وړ اتصالات

د سوري مهاجرو شمیر له څلور میلیونو واوښت


په ١٩٩٢ کې ملگرو ملتونو د څلور عشاریه شپږ میلیونو افغان مهاجرو سره مرسته کوله
په ١٩٩٢ کې ملگرو ملتونو د څلور عشاریه شپږ میلیونو افغان مهاجرو سره مرسته کوله

ملگرو ملتونو نن پنجشنبې وویل چې د سوریې څه دپاسه څلور میلیونه وگړي په هغه هیواد کې د کورنۍ جگړې په وجه مهاجر شوي دي چې ددې جملې څخه یو میلیون یې یواځې په تیرو لسو میاشتو کې له هیواد څخه گاونډیو هیوادونو ته پناه وړې ده.

د ملگرو ملتونو د مهاجرو د ادارې مشر انتونیو گوتریس وویل " دا د یوې شخړې څخه د بشري نسل د مهاجرو تر ټولو ستر شمیر دی."

د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره وایي ترکیې ته د سوري نیو مهاجرو په راتگ سره د سوریې د مهاجرو شمیر چې گاونډیو هیوادونو ته یې پناه وړې څلور میلیونه او دیارلس زرو ته رسیدلی دی.

لس میاشتې دمخه د ٢٠١۴ کال د اگست په پای کې دغه شمیر درې میلیونه تنه و. د کډوالو د ادارې د اټکل له مخې که د سوریې وگړي همداسې له هیواد څخه تیښتې ته دوام ورکړي دغه شمیر به ښایي د روان کال تر پایه څلور عشاریه ٢٧ میلیونو ته لوړ شي.

د فرانسې د خبري اژانس په وینا د سوري مهاجرو اوسنی شمیر په تیرو ٢٥ کلونو کې د افغانستان د مهاجرو له کړکیچ وروسته تر ټولو ستر ناورین دی چې ملگري ملتونه ورسره مخامخ دي. په ١٩٩٢ کې ملگرو ملتونو د څلور عشاریه شپږ میلیونو افغان مهاجرو سره مرسته کوله.

د ٢٠١١ کال راهیسې چې د سوریې د حکومت پر ضد پاڅون پیل شوی شاو خوا دوه سسوه دیرش زره وگړي د سوریې د کورنۍ جگړې په ترڅ کې د رژیم پلوي ځواکونو، یاغیانو او جهادي ډلو ترمنځ په نښتو کې تلف شوي دي.

XS
SM
MD
LG