د لاس رسي وړ اتصالات

حزب الله: بشارالاسد دروسیې نه توغندي ترلاسه کړي


د لبنان د حزب اله مليشې پوري تړلي مطبوعاتو د سوريي د ولسمشر بشارالاسد له قوله ريپوټ ورکړی دی چې روسيې ورته د سام درې سوه ډوله پرمختللو د دافع هوا توغنديو لومړۍ جوپه ورحواله کړې ده.

بشارالاسد دا خبره نن د پنجشنبې په ورځ د حزب اله د المنار تلويزون سره په يوې ځانګړي مرکې کې کړې ده.

خو په ازاد او مستقل ډول تراوسه پوري دا خبره سمه نه ده معلومه شوې چې روسيي واقعا د سوريي د رژيم پوځ ته د سام درې سوه ډوله دافع هوا توغندي ورحواله کړي دي او که نه.

که د بشار الاسد ادعا سمه ثابته سي، نو د سوريې د هوايي دفاع سيسټم به ډير پياوړی شي. روسيه چې د سوريي ډير نژدی ملګری هیواد دی، وعده يې ورسره کړې وه چې د سام درې سوه ډوله پرمختللي توغندي به ورته حتماْ ورکوي.

کله چي دوه کاله وړاندي په سوريه کې پاڅون پيل شو نو د روسيې حکومت د نوموړو توغندو ليږل وځنډول. اوس روسيه وايي چي په سوريي باندې د بهرنیوو ځواکونو د هوايي حملو دمخنيوي لپاره ددغو توغندیو ليږل ضروري دي.

له بلي خوا که څه هم چې اسرايلو په رسمي توګه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې خو د دفاع وزير موشي يالون روانه اونۍ خبرادری ورکړی و چې که چیري روسیې سوريي ته پرمختللي توغندي وليږل نو اسرايل به پرې هوايي بريد وکړي او له منځ څخه به يي يووسي.
اسرايل ويره لري چي د سام درې سوه ډوله توغندي به يي په سوريه کې پر هغو کاروانونو باندې هوايي حملې ګرانې کړي چي ګومان کيږي د سوريي نه په کې د حزب اله د مليشي لپاره د ايران پرمختتلي وسلې انتقاليږي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشي بانکي مون د چارشنبې په ورځ ومنله چي دسوريي د بحران د حل لپاره په مذاکرات کې پرمختګ ډير سوکه دی او په جګړه کې ښکېل ځيني مهم اړخونو لا تر اوسه پورې پريکړه نه ده کړې چې د سولې په خبرو کې برخه اخلي او که نه.

اسټراليا په ملي پوهنتون کی د منځي ختيځ د څيړونو د څانګې کارپوه باب بوکر داسي وايي ((تر دې شيبې پوري خو د سوريي رژيم په دې ګومان دی چي کولی شي خپلو مخالفانو ته په جکړه کې ماتې ورکړي او ميدان ځیني وګټي. د رژيم مخالفین هم تراوسه پوري دا خبره نه مني چي د جګړې ګټل به گران وي. دواړه خواووې په کافي اندازه خارجي ملاتړ لري ، شايي چې تر يوې مودې پوري نور هم دغه شخړه دوام ومومي.))

د سوريې د رژيم مخالف ملي ايتلاف د پنجشنبې په ورځ په استامبول کې غونډه کوي او پريکړه به وکړي چې بله مياشت په ژينو کې دسولې په خبرو کې گډون وکړي او که نه.

ملګري ملتونه وايي چې دسوريې په دوه کلنې جګړې کې تراوسه پوري اتيا زره خلک وژل شوی دي او په لسګونو زره يي دخپلو کورونو څخه تښتيدلي دي او ترکېې او اردن کې پراته دي.
XS
SM
MD
LG