د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې عمده مخالفې ډلې په خبرو کې برخه وانخیسته


د سوریې د حکومت مخافه ډله په ژنیو کې. ارشیف
د سوریې د حکومت مخافه ډله په ژنیو کې. ارشیف

د سوریې لپاره د ملګروملتونو خاص استازي سټیفن ډې میستورا د دمشق د استازو سره وکتل. د سوریې د حکومت د هیات مشري په ملګروملتونو کې د سوریې سفیر بشار جعفري کوله.

د سټیفن دې میستورا یوه ویاند ویلي دي چې ښاغلی میستورا به وروسته په خبرو کې د ګډونکوونکو سره وګوري. په دغه کسانو کې د مدنې ټولنې فعالین شامل دي.

د سوریې د حکومت د مخالفینو عمده ډله، چې سعودي عربستان یې ملاتړ کوي او د مذاکراتو د عالی کمیټې په نامه یادیږي، پرون وویل چې د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی او په دغه خاطر به د ژینیو په خبرو کې برخه وانخلي.

دا په داسې حال کې دي چې د سوریې د حکومت د مخالفنیو ډلې ویلي وو چې د خبرو نه مخکې دې هوايي بریدونه بند شي او د ځینو سیمو محاصره دې ختمه شي.

د دغه کمیټې استازو په روانه اونۍ کې په ریاض کې غونډه وکړه. د کمیټې غړو وویل چې دوی به د جمعې په ورځ هم په ریاض کې وي.

خو د کمیټې غړو دا هم رد نه کړه چې وروسته به په خبرو کې، چې کیدای شي میاشتې به دوام وکړي، برخه واخلي.

د مخالفینو دغه اعلان ښيي چې د سوریې د جګړې د ختمولو په لاړه کې مشکلات شته.

په سوریې کې شپږ کاله کیږي چې جګړه روانه ده او شاوخوا دوه نیم لکه کسان پکښې وژل شوي دي او نږدي څلور نیم میلیون نور بې ځایه شوي دي.

سټیفن دې میستورا، چې د سوریې لپاره د ملګروملتونو خاص استازی دی، د ویډیو کنفرانس له لارې پرون وویل چې باید پرې نه ښودل شي چې مذاکرات ناکامه شي. هغه وویل: «دغه کنفرانس باید چې داسې یو فرصت وي چې له لاسه ولاړ نه شي.»

د ملګروملتونو په وساطت د ژینیو خبرې به د سولې مذاکرات نه وي، خو تمه ده چې دغه خبرې دې د مذاکراتو لپاره لاره برابره کړي.

په عین وخت کې، په سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې وسله وال خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د داعش ډلې وویل چې په حمص کې د سې شنبې د ورځې برید دوی کړی دی، په هغه برید کې چې ۲۲ کسان په کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG