د لاس رسي وړ اتصالات

ژنیو کې د سورېې د اوربند په سر خبرې کیږي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي چې دی په سوریه کې د اوربند د بیا عملي کیدو په سر د تفاهم دپاره یو امکان ته ورنیزدې شویدی. چې په دې کې د به د سورېې حلب ښار هم شامل وي چرته چې د دوشنبې نه د هوايي بمبار له کبله د تلفاتو شمیر زیات لیدل شویدی.

ښاغلی کیري نن په ژنیو کې دی او سهار ېې د سعودي د خارجه وزیر سره لیدلي دی. دوي هڅه کوي چې د روسېې په منځگړتوب پیل شوی هغه اوربند بیرته سره نافذ کړي چې د حلب په ښار د سورېې د دولتي الوتکو د بمبار په وجه ماتیدو سره مخ شوی .

د سورېې دولتي الوتکو د حلب په ښار بیا بمبار کړیدی
د سورېې دولتي الوتکو د حلب په ښار بیا بمبار کړیدی

د امریکا مامورین وايي چې د روسېې همکاري ډیره مهمه ده، ځکه چې ترڅو روسیه سوریه په حلب د حملو نه منع نه کړي اوربند گټه نه لري.

خو روسیه دغه غږونه نه اوري او وايي چې حلب کې د النصره غوندې ترورستي ډلې دي او د سورېې لخوا بمبار بې ځایه نه دی. خو امریکا به وايي چې دغه بمبار کې ملکي کسان وژل کیږي او د اوربند نه سرغړونه ده.

د سوریې پوځ د جمعې په ورځ د دمشق او لتاکیه په سیمو کې د یو موقت جنگ بند اعلان کړی و. خو ښاغلی کیري وايي چې حلب هم باید د اوربند په سیمو کې شامل شي.

د ښاغلي کیري د کوششونو مخکې ستر خنډ د روسېې بې توجهي ښودل کیږي چې د خبرو ځای ژنیو ته نه راځي. خو ښاغلی کیري واي چې موږ اوس د روسېې سره مستقیمې خبرې کوو. ښاغلي کیري وویل چې موږ ته یو څه کار پاتې دی او همدې دپاره ژنیو ته راغلي یو

د امریکا او د سعودي د بهرنیو چارو وزیران په ژنیو کې
د امریکا او د سعودي د بهرنیو چارو وزیران په ژنیو کې

که یو خوا د سورېې د اوربند دپاره دیپلوماتیکې هلې ځلې تیزیږي نو ورسره په حلب کې د سورېې د دولت په مخالفینو د دولتي الوتکو بمبار هم شدت مومي.

د ناظرینو په وینا قریب ٢٥٠ کسان په تیرو ١١ ورځو کې وژل شودي. چې دې سره امریکا او دوست ملکونه ېې ډیر سخت خوابدي شویدي.

د سعودي خارجه وزیر عادل الجبیر په حلب کې د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون شوې حمله غندلې ده. چرته چې د روغتون عمله او ماشومان وژل شوي .

هغه د سورېې په ولسمشر بشرالاسد هم غږ کړیدی چې واک دې پریږدی.

XS
SM
MD
LG