د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې حکومت د مخالفینو سره خبرو ته تیار دی


د سوریې حکومت وایي چې هغوي د ملگرو ملتونو په مشرۍ په ژنیو کې د اگست په میاشت کې د حکومت د مخالفو ډلو سره د خبرو د بیا شروع کولو ته تیار دي. خو هغوي زیاته کړيده چې دغه خبري به پرته د کومو شرائطو او بهرنۍ مداخلی نه وکړي.

دغه رپورټ پرون د یکشنبې په ورځ د سوریې یو دولتي خبري اژانس په دمشق کې د سوریې د بهرنو چارو د وزارت د مرستیال فیصل مکداد او د ملگرو ملتونو د ځانگړي استاځي رمزالدین رمزي د ملاقات نه ورسته خپور کړ.

ښاغلي مکداد د ملاقات تفصیل نه دی ورکړی.

غربي هیوادونه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد نه غواړي چې قدرت خوشې کړي خو د سوریې د رژیم پلویان چې پکې روسیه هم شامله ده، د بشار اسد په قدرت کې د پاتي کیدو لپاره کوششونه کوي. او د سوریې د حکومت سره یو ځایي د مخالفینو په ضد جنگیږي.

د روان کال د اپریل په میاشت کې د سوریې د حکومت او د مخالفینو تر منځه د ملگرو ملتونو په مشرۍ د سولې خبري هغه وخت وځنډیدی چې د اسد د واک نه د لیرې کیدو په مسئله مخالفي ډلې موافقې نه شوی.

XS
SM
MD
LG