د لاس رسي وړ اتصالات

ویډیو: د سوریې قواوو د جسرالشغور ښار ونیو


ویډیو: د سوریې قواوو د جسرالشغور ښار ونیو
ویډیو: د سوریې قواوو د جسرالشغور ښار ونیو

د سوریې ځواکونو چې د هلیکوپترو او ټانکونو په مټ مخکې روان وو د هیواد په شمال کې هغه ښار لاندې کړ چې د یاغیانو تګ راتګ پکې زیات و.

د سوریې دولتي تلویزون وویل حکومتي ځواکونه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغې د جسرالشغور ښار ته ننوتل چې کله یې د وسله والو کسانو لخوا په سرک او پلونو کې خښ شوي بمونه بیکاره کړل.

د لمړنیو بریدونو وروسته ټانکونه او درانه توپونه د ښار له دوو خواوو ورننوتل.

عیني شاهدان واېي د یکشنبې ورځی دا حملې د اردو د څلورمې فرقې لخوا ترسره شوي کوم چې د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د ورور مهار الاسد تر قوماندې لاندې ده.

په زرګونو مهاجر د ترکیې سره د هغه هیواد د پولو له لارې په تښته دي. د مهاجرو لپاره نوي کمپونه لګول شوي. د امریکا غږ خبریال هنري ریجویل وایي زیات مهاجر درملنې ته اړتیا لري.

د ترکیې د انتکیا د روغتون کې د عاجلو مرستو په څانگې کې له سوریې څخه راغلي مریضان تداوي کیږي. یوه کوچنۍ نجلۍ ناروغه شوې او ناچارې مور یې چې پخپله هم حامله ده، هغه د ترکیې پولې ته لیږدولې ده.

د امبولانس چلوونکی وایي په سوریه کې د تاو تریخوالی او له هغه هیواد څخه د خطره ډک سفر په نتیجه کې دا روغتون د ناروغو او ټپیانو نه ډک دی.

د سوریې په شمال کې د جسر الشغور د ښار دننه او شاو خوا جگړو په زرګونو کسان تیښتې ته مجبور کړي. زیات شمیر مهاجرو دغه وحشتناکې صحنې په موبائیل تیلفونونو او کمرو کې ثبت کړي دي.

د هرابجز په سرحدي کلي کې مهاجرو خیمې درولي او د ترکیې له پولې نه تیریدو ته انتظار باسي. یو مهاجر چې د نوم له څرگندولو نه ډډه کوي وایي:

(.. ماشومان شیده نه لري، هغوی پر کورونو برید کوي او پرون یې پر مونږ ډزې وکړې. دا خلک به ژوندی پاته نه شي ځکه د هغوی کروندې یې سیزلي دي. دا اوس فرقوي نښتې دي.)

د ملگرو ملتونو د گډوالو موسسې د مخ په زیاتیدونکي بحران په اړه خبرداری ورکړی.

(.. له سرحد څخه وروستنۍ احصایي چې ملگرو ملتونو ته رسیدلي څرگندوي چې تر اوسه پنځه زره یوپنځوس تنه په سوریې کې د تاو تریخوالي او د شکنجه کیدو له ویرې تښتیدلي دي.)

خو عیني شاهدان وایي ښایي د مهاجرو رښتینې شمیره دوه چنده وي. مهاجر ددغې کمپ په شان ځایونو ته لیږدول کیږي. دا کمپ د تمباکو په یوه شاړه فابریکه کې جوړ شوی او پوره امنیت یې نیول شوی دی. ترکیې کورنۍ دلته راغلي چې خپل سوریایي خپلوان وویني خو ترکیي مقامات کمپ ته د هغوی د ننوتلو مخنیوی کوي.

یاشر سیلچوک غواړي خپل وریرونه وویني.

(.. زما خپلوان د لتاکیا له کلي نه راغلي. دا فقیر بې وسلې خلک دي. دوی وسله نه لري چې د حکومت پر ضد کوم عمل وکړي. اکثر یې ښځینه، ماشومان او زاړه کسان دي.)

په داسې حال کې چې د سوریې څخه زیات شمیر خلک په تیښته دي، ترکیې خبرداری ورکړئ چې ښایي د کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG