د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې بله غټه چاودنه وشوه


په سوریه کې بله غټه چاودنه وشوه
په سوریه کې بله غټه چاودنه وشوه

د سورېې دولتي مطبوعاتو ریپوټ ورکړ چې د دمشق په مرکزي برخه کې ېوه ځان وژونکې حمله وشوه. په چاودنه کې 25 کسان مړه او 46 کسان زخميان شوي دي.

د سورېې د حکومت رسمي اژانس سنا واېي چې ېوه حمله کوونکي خپل بم د دمشق د مېدان په نوم مرکزي ناحیه کې وچوه.

مطبوعاتي رېپوټونه وايې چې دپولېسو یو سرویس موټر د حمله کوونکي هدف و چې ددغه مېدان نه دتېرېدو په حالت کې ؤ.

دولتي تلویزون خلک وښودل چې د انسانانو د بدن ټوټې ېې په لاسونو کې نېولې وې او وړلې ېې، ځېنو ېې دا نعرې وهلې چې دا د ټرورېستانوکار دی.

په تلوېزوني فلم کې لېدل کېږي چې دچاودنې له امله دشاوخوا کورونو د کړکېو ښېښې ماتې شوې دي او سوځول شوي موټرې هم ولاړ دي. د تېرو دوو اونیو په موده کې دا دوهمه غټه وژونکې حمله وه چې په دمشق کې د سورېې په ېوه حکومتي هدف باندې وشوه. په لومړۍ حمله کې چې هدف ېې دسورېې داستخباراتو مرکز و،44 کسان ووژل شول

په عېن وخت کې په سورېه کې دعرب لېگ د څارونکو د موثرېت په اړه ډېر سخت جنجال راپېدا شوې دی. سورېې ته د عرب لېگ د څارونکو دلېږلو مقصد دا ؤ چې وگوري د سورېې حکومتي ځواکونه په ولسي وگړو باندې حملې بندوي او که نه اواېا جمهور رېس بشارالاسد په خپلو هغو وعدو باندې ولاړ دی ، چې دعرب لېگ سره کړې دي او که نه. عرب لېگ د بشارالاسد نه غواړي چې د ولس پر خلاف دې دامنېتي ځواکونو لس مېاشتنې تشدد پاې ته ورسوی.

د قطر صدراعظم شېخ حماد بن جاسم الثاني پرون ومنله چې د عرب لېگ څارونکي په خپل کار کې چندان زېات موثر نه دي ثابت شوي او ځېنې سهوې ورنه هم شوي دي. د ېکشنبې په ورځ عرب لېگ په قاهره کې په دې اړه د بحث لپاره غونډه کوي. ملگري ملتونه واېې چې دسورېې دولتي ځواکونو تراوسه پورې د5000 نه زېات ملکي وگړي وژلي دي.

XS
SM
MD
LG