د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې چاودنو ۵۰ کسه وژلي او په سلګونو کسان یې ټپیان کړي


د سوریي دولتي مطبوعاتو نن ريپوټ ورکړچي د دمشق په یوه ناحيه کې د موټر بم په دوو غټومرگانيو چادونو کې 55 کسان وژل شوي او ٣٧٠ تنه زخميان شوي دي.ويل کيږي چي پوره ١۴ مياشتي مخکي د سوريې د ولسمشر بشارلاسد پر ضد د ولسي پاڅون د پیلیدو نه وروسته نننۍ چاودنې ترټولو غټې او خونړۍ چاودنې وي او په داسي حال کې وشوې چې د ملگرو ملتونو څارونکي کوښښ کوي د حکومتي ځواکونو او د وسله والو مخالفانو ترمنځ يو کمزروی اوربند عملي کړي.

د سوريې دولتي مطبوعات وايي ، دوو کسانو چې دوه موټر يي د١٠٠٠ کيلوگرامه چاوديدونکو موادو نه ډک کړي وو، يو په بل پسي يي د دمشق په قزاز نومې ناحيه کې سهار وختي بريد وکړ. په دغه وخت کي ډير خلک خپلو کارونو او وظيفو ته روان وو. خو عيني شاهدان وايي چې دحمله کوونکو هدف د سوريي دپوځ یا استخباراتو دادارې دفتر و. دغه ودانۍ ته يي ډير سخت تاوان رسيدلی دی. دملگرو ملتونو پخواني عمومي منشي کوفي عنان په دمشق کي نننۍ چاودني وغندلې.

د حکومت رسمي خبري آژانس، سنا دچاودنې د ځای تصويرونه ښکاره کړل چي هره خوا د آنسانانو دبدن دغوښو ټوټې او سوځيدلي موټرې ليدل کيدل.په سوريه کي دملگرو ملتونو دڅارونکو دهيت آمر ناوريجنی جنرال رابرټ مود په دمشق کې چاودني وغندلی:،، دا چاودنې د تشدد يو ډير بد مثال دی چي دغندني وړ عمل دی،،. سوريي ولس ددغه شان وژنو مستحق نه دی))

له بلي خوا د فرانسي خبري آژانسAFP ريپوټ ورکوي چي د سوريي دحکومت مخالفي شورا وويل چي دغه وژونکې چاودنې د حکومت کار و،مخالفانو په کي هيڅ لاس نه درلودی. په سوريه کي د ملگرو ملتونو دڅارونو د هيت آمر، ناوريجنی تورن جنرال رابرټ موډ ننئ چاودني وغندلی او د ارامئ غوښتنه يي وکړه.

ملگري ملتونه وايي چې د سوريي دولتي ځواکونو د تير يوه کا ل نه زياتي مودې په دوران کي د٩٠٠٠ نه زيات ملکي وگړي وژلي دي.

XS
SM
MD
LG