د لاس رسي وړ اتصالات

دبشري حقوقو ېوه نړېواله اداره وايي چې د سورېې حکومت په جنگي جراېمو مرتکب شوی دی.


دبشری حقوقو ېوه نړېواله اداره وايی چې د سورېې حکومت د جنگی جراېمو مرتکب شوی دی. په داسی حآل کې چې مخالفېن وايی چې دوی 15 تنه امنېتی ماموران وژلی دی. له بل پلوه دملگرو ملتونو په منځگړتوب اوربند د شڼېدلو په حآل کې دی.

د بشری حقوقو اداره وايی چې دسورېې قواوو او حکومت پلوه ملېشو لږ تر لږه 95 ملکېان دمارچ مېاشتی وروستېو او اپرېل تر اولو شپوورځو پورې وژلی دی. دا وژنی د اېدلېب په ولاېت کې وشوی اوهغه وخت ودرېدلی چې کوفی عنان د ملگرو ملتونو په منځگړتوب اوربند وکړ.

دمنځنی ختېځ د څانگی رېئېس ندېم حؤری وايی چې کلېوال راغونډ کړی شوي او وژل شوی دي. هغه وايی چې دوی د بې محاکمی وژنو اسناد پېدا کړېدی. او په دې توگه لږ تر لږه 35 کسان وژل شوی دی. داهغه کسان وو چې د پوځ او امنېتی قواو په لاس ورغلل او وروسته ېې بېا ووژل. په ځېنی مواردو کې هغو ی له کورنو نه راو اېستل شو ل په له نېژدی نه پرې ډز وشو.

نور تفصېل :

له بل پلوه د ملگرو ملتونو د سولي ساتني د قواو مشر وایي چي د سوریې اردو تر اوسه لا هم په ښارونو کي درندې وسلې ساتلي دي او وايی چي حکومت او مخالفینو دواړو د سولي هغه اوربند مات کړی دی چي د د غه هیواد د شخړو او جگړو د ختمولو د پاره ترتیب سوی دی.

هیرف لاد سوس پرون د سه شنبې په ورځ وویل چي د ملگرو ملتونو هغو ٢۴ څارونکو چي همدا اوس په سوریه کي دي دا تایید کړې چي ددې ملک په څو ښارونو کي درندې وسلې موجودي دي چي دا کار د سولي له هغي موافقې نه سرغړونه ده چي د ملگرو ملتونو او عربي ټولني د منځگړي کوفي عنان په سرپرستۍ ترتیب شوې ده.

لاد سوس، ددواړو خواو نه وغوښتل چي ددغه اوربند احترام وکړي

د سوریې مبارزینو پرون د سه شنبې په ورځ وویل چي په شمال ختیځ کي د

( دیر الزور ) په ولایت کي په جگړو کي ١٢ عسکر او یو ملکي سړی وژل سوی دی. په برتانیه کي د سوریې د بشري حقوقو د څارني مؤسسې هم ویلي دي چي د عدلیب په شمال لویدیځ ولایت کي د هاوانو په ډزو کي لس کسه وژل شوي دي.

ددې مرگ ژوبلي په اړه مستقلو منابعو څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG