د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د حمص په ښار کې دوه خبریالان وژل شوي دي.


د سوریې د حمص په ښار کې دوه خبریالان وژل شوي دي.
د سوریې د حمص په ښار کې دوه خبریالان وژل شوي دي.

د سوریې په محاصره شوي ښار حمص کې نن دوه غربي ژورنالستان په ډزو کې وژل شویدي. بل پلو ته د بشري حقوقو مبارزین او د دمشق ملگرې روسیې د بشري مرستو د غوښتنې ملاتړ کړی دی.

ماروین کالوین ، یو امریکایی چه د برتانیې د سنډی ټایمز د ورځپاڼې لپاره یی کار کاوه ، او فرانسوئ عکاس ریمی اولیک، نن ، ددغو مبارزینو د وینا له قراره، په ډزو کې مړه شویدي .

دغه مبارزین وایي په دې دوه ژورنالستانو برسیره لږ ترلږه ١٣ تنه نوروژل شویدي اوهمدا شان څونور ژورنالستان زخمي شویدي

د فرانسی خارجه وزیرالن ژوپی ددې ژورنالستانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده، او دا مرگونه یی قتلونه بللي دي.

ده وویل په سوریه کې وضع لاپسې خرابیږی ، اودی هیله لري چه ددې هفتې په اخرکې په بین المللی غونډې کې، دې بحران ته، د یو سوله ایزحل لپاره اقدام وشي.

د سوریی د دوستانو په نوم د تماس ډله، چه عربي اوغربي هیوادونه په کې دي، په ښکاره د ښاغلي اسد لیری کیدل غواړی او دا پلان جوړوي چه په تونس کې د جمعی په ورځ په غونډه کې د سوریې په حکومت فشار زیات کړي چه نور خلک و نه وژني.

روسیه او چین د سوریی د جمهورریس اسد د اصلاحاتود پرگرام ، چه د سوریی مخالفینو هغه بالکل رد کړیدی ، ملاتړ کوی.

د روسیی خارجه وزیر نن ، ددی دپاره چه خلکو ته ضروری بشری مرستی ورسول شی، د ورځی د دوه ساعته اوربند کولو د پلان ملاتړ وکړ.

دسره بین المللی کمیټی پرون د اوربند پیشنهاد وکړ ، د سوریی نه غواړی چه سمدستی اوربند عمل کړی. ددغه کمیټی ریس وویل په حمص او نورو ځایونو کی څو ورځی وشوی چه بسته کورنی نه شی کولی بهر ووځی، خواړه ، اوبه اودارودرمل واخلی.

XS
SM
MD
LG