د لاس رسي وړ اتصالات

پر سوریې باندي بې ساري بندیزونه تصویب شول


پر سوریې باندي بې ساري بندیزونه تصویب شول
پر سوریې باندي بې ساري بندیزونه تصویب شول

د عربو ټولنې په سوریې باندې، چې حکومت یې د مخالفینو په پاڅون کې د سختو مرگانیو حملو نه لاس نه اخلي ، بی ساري بندیزونه تصویب کړل.

د قطرد بهرنیو چارو وزیر حماس بن جسیم نن په قاهره کی خبریالانو ته وویل د عرب لیگ د ٢٢ غړو نه ١٩ دا بندیزونه تصویب کړل.

په دې بندیزونو کې د سوریې د مرکزي بانک سره د راکړې ورکړې بندول ، د سوریې د عالي رتبه مامورینو د سفرونو بندول او په سوریه کې د پروژو دپاره د پانگو بندول شامل دي.

ددغو بندیزونو تصویبول سوریې ته چې ځان د عربي نشنلزم موسس بولي او ورباندې ویاړی ، یوه غټه صدمه ده . اسوشیټد پرس خبري اژانس وایي دمشق د عرب لیگ په دې پریکړی چې بندیزونه یی ورباندي ولگول احتجاج کړی او هغه یې جفا بللې ده.

د عربو د ټولنی بندیزونه به همدغه راز د سوریې په اقتصاد باندې په هغو فشارونو ور علاوه شي چې په دې تیرو اتو میاشتو کې د حکومت ضد ناکراریو او د سوریې د تیلو او نورو شیانو په صادراتو باندې د امریکا او اروپایي اتحادیی د بندیزونو له کبله راغلی دی.

د عرب لیگ مامورینو هغه وخت په سوریې باندې د بندیزونو پیشنهاد وکړ چې سوریې ددغې ټولنې په پریکړې عمل ونکړ . سوریې ته نیټه ټاکل شوی وه چې د عربي ټولنی څارونکو ته اجازه ورکړي چې د مخالفینو په مقابل کې د سوریې د حکومت اعمال وڅاري. سوریی په ځای د دې ددغې ټولنی نه د څارونکي ماموریت وضاحت وغوښته.

XS
SM
MD
LG