د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې مخالف مبارزین پایتخت ته نږدې سنګر جوړوي


د سوریې مخالف مبارزین پایتخت ته نږدې سنګر جوړوي
د سوریې مخالف مبارزین پایتخت ته نږدې سنګر جوړوي

د سوریې مخالف مبارزین وایي حکومتي عسکرو د دمشق د ښار څو برخو ته د تعرضي بریدونو دپاره حرکت کړیدی چې ددغو سیمو څخه یاغیان وباسی.

د حکومت مخالفین هڅه کوي چې د ولسمشر بشارالاسد د قدرت مرکز ته نږدې کلک سنگر جوړ کړي.

دغه مبارزین وایي د اسد طرفداره عسکر چې لس گونه ټانکونه او زغره لرونکي موټرې یی ملاتړ کوي، نن د یکشنبې په ورځ د دمشق په ختیځې خوا کې د غوتا او کفارباتنا په ولسوالیو کې د یاغیانوسره جنگیږي.

دوي وایي څلور ولسي خلک او یاغیان په دې جگړه کې وژل شوي دي.

دغو مبارزینو وویل یو بل ولسي کس د حمس په ښار کی ووژل شو.

د سوریې دولتي خبري اژانس صنعا بیا وویل چې نن په سوریه کې یوه بله پیښه شوې. دغه اژانس وویل چې ترورستانو د دمشق د ښار په لمنه کې په شانیه نومي ځای کې د پوځ یوه موټر ته د سړک غاړه بم ایښی و. د هغه بم په چاودنه کې شپږعسکر ووژل شول اوشپږ نور ټپیان شول.

ددغو جګړو او تلفاتو شمیرځکه په مستقله توگه نه شي تاییدلی چې سوریه بهرني ژورنالستان نه پریږدي چې په ازادانه ډول رپوټونه برابر کړي.

د عرب لیگ ریس نن وویل هڅه کوي چې روسیه او چین د دی ټولنې پلوي وکړی چې په سوریه کې روانې ناکرارۍ ختمې شي.

دعرب لیگ ریس په قاهرې کې خبري کولې . هغه نیویارک ته راځي چې د سې شنبې په ورځ د ملگرو ملتونود امنیت شورا د عرب لیگ ابتکاري پلان په رسمی ډول وړاندي کړي.

XS
SM
MD
LG