د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د استاځي د تګ سره سم ۳۴ کسه په سوریې کې وژل شوي


Kofi Annan
Kofi Annan

د ملګرو متلونو او عرب لیګ ځانګړی استاځی کوفي عنان د سوریې پلازمېنې دمشق ته تللی چې خپل د سولې د پلان د ژغورلو دپاره یو څه وکړي. دا په داسي حال کې ده چې د حما په سیمه د حکومتي ځواکونو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۳۴ کسه وژل شوي دي.

د سوریې پلازمېنې ته د رسېدو وروسته ښاغلي عنان د دوشنبې په ورځ بیا خپل غوښتنه تکرار کړه او د ټولو دخییلو خواوو نه یې غوښتنه وکړه چې د تاوتریخوالي نه دي لاس واخلي. هغه دغه راز وویل چې د هولا په ښار کې د جمعې د ورځې د پېښې له امله چې په کښي ۱۰۸ کسه ووژل شول، حیران او هک پک شو.

ټاکل شوې چې ښاغلی عنان به نن د دوشنبې په ورځ د باندینو چارو د وزیر ولید معلم او د سې شنبې په ورځ د سوریې د مشر بشرالاسد سره وګوري.

XS
SM
MD
LG