د سوریې د بشري حقوقو فعالین وايي چې یاغیانو د دغه هیواد په شمال کې د ترکیې د سرحد سره نږدې د ادلیب د ولایت د حارم ښار نیولی دی. دغه فعالین وايي چې حکومتي ځواکونه چې د څو اوونیو راهیسي په محاصرې کې وو د دغه ښار نه وتلي دي.
فعالین وايي چې یاغیانو نن د ادلیب د ولایت د حارم د ښار ورستۍ پوځي اډه یې د حکومتي ځواکونو نه نیولې ده. خو د یاغیانو د دغه ادعا تصدیق ځکه نه شي کیدای چې په سوریې کې په بهرنیو خبریالانو باندې محدودیتونه لګیدلي دي.