د لاس رسي وړ اتصالات

سوري کردانو د داعش تر ولکې لاندې وروستی ښار هم ونیو


سوري کردانو چې امریکا یې ملاتړ کوي د جمعې په ورځ (دسمبر ١۴) د څو ورځو جگړې وروسته د سوریې په ختیځ کې د داعش تر ولکې لاندې وروستی ښار هم ونیو.

د سوري فعالینو پر وینا د اسلامي دولت د ډلې یا داعش څخه د هجین په نامه ښار نیول دغې سخت دریځه ډلې ته یو سخت گزار گڼل کیږي، ځکه دغه ښار د عراق پولې ته څیرمه د سوریې په ختیځ کې د داعش وروستی مرکز و، خو لاهم ددې ښار په شاوخوا کې یو شمیر کلي د داعش تر ولکې لاندې دي.

د کردانو پر مشرۍ د سوریې دموکراتیک ځواکونه چې د امریکا متحده ایالات یې ملاتړ کوي د سوریې په دیرالزور ولایت کې د دریو میاشتو راهیسې د هجین ښار د نیولو لپاره په جگړه بوخت وو.

په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي د سوریې دموکراتیک ځواکونو هجین د جمعې د ورځې په سهار له سختې جگړې وروسته پداسې حال کې ونیو چې د امریکا پر مشرۍ د ایتلاف هوایي ځواکونو یې ملاتړ کاوه.

دغې ډلې ویلي دي چې داعش جنگیالي له ښاره وتلي او نژدې پرتو کلیو ته تللي دي چې جگړه لاهم د هجین ښار بهر روانه ده.

په اروپا کې میشت د دیرالزور ٢۴ په نامه د څار ډلې فعالینو د هجین ښار نیول تائید کړي او زیاته کړې یې ده چې د داعش جنگیالي اوس هم ددغه ښار په څنډه کې په ځینو سیمو کې جگړه کوي.

پدغه ښار کې د ٢٠٠٠ داعش جنگیالیو په گډون شاوخوا ١٥٠٠٠ کسانو ژوند کاوه. په تیرو څو ورځو کې په سلگونو ملکي وگړي توانیدلي چې ددغه ښار نه د سوریې د دموکراتیک ځواکونو او همداشان د سوریې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو ته وتښتي.

XS
SM
MD
LG