د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې په مظاهرو کې ۲۵ کسه ووژل شول


د سوریې په مظاهرو کې ۲۵ کسه ووژل شول
د سوریې په مظاهرو کې ۲۵ کسه ووژل شول

عېني شاهدان وایې چې نن دسورېې په څو ښارونو کې د خونړېو مظاهرو په دوران کې دامنېتی ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږ ٢٥ کسان وژل شوی دي.

راپورونه وایې چې زېاتره کسان د درعېې په جنوبي سېمه کې ووژل شول.خبري اژانسونو دعېني شاهدانو له قوله راپور ورکړ چې په پاېتخت دمشق او د حمص په مرکزي ښار کې هم ېو شمېر خلک ووژل شول.

په زرگونو خلک دجمعې دلمانځه نه وروسته سړکونو ته راووتل چې امنیتي ځواکونو پرې اوښکې بهوونکې گاز استعمال کړ او د ټوپکو ډزې ېې پر وکړې. تازه مظاهرې وروسته دهغه پیل شوې چې دسورېې جمهور رېس بشارالاسد ډېرکوښښ وکړ چې خلک خوشحاله کړي او ځېنې غوښتنې ېې ومنلي خو بېا هم په سورېه کې د دېموکراسۍ طرفدارانو نن په ټول هېواد کې د جمهور رېس بشارالاسد پر خلاف مظاهرې وکړې.

دسورېې امنېتي ځواکونه په غټو ښارونو کی نن ځای پر ځای شوي دي . د ډېموکراسۍ ملاتړ کوونکو د Facebook په وسېله اعلان کړې ؤ چې نننۍ مظاهرې دعېسوېانو د GoodFriday درخصتۍ په ورځ شروع کېږي.

په فېس بوک کې ېو تصوېر راښکاره شوې چې پرې ښکل شوي ، د سورېې عېسوېان او مسلمانان دېوه لاس او ېوه زړه په شان دي چې دواړه مشترک هدف لري.

دعفوې نړېوال سازمان وایې په تېره ېوه مېاشت کې د سوریې امنېتي ځواکونو ٢٢٨ تنه مظاهره کوونکي وژلي دي. دعفوې نړېوال سازمان د سورېې چارواکو ته خبرداری ورکړ چې دمظاهره کوونکو په مقابل کې دې دتشدد او زور نه کار نه اخلي.

XS
SM
MD
LG