د لاس رسي وړ اتصالات

تاجیکستان په افغانستان کې خپلې دوه قونسلګرۍ تړلي


د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سوداګرۍ عمده لاره د شیرخان بندر لاره ده چې دواړه هیوادونه د پل پواسطه سر نښلول شوي دي
د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سوداګرۍ عمده لاره د شیرخان بندر لاره ده چې دواړه هیوادونه د پل پواسطه سر نښلول شوي دي

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکیب مستغني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په کابل کې د تاجیکستان سفارت ورته د دغو دوو قونسګریو د تړلو په باب یو یاداشت سپارلی دی.

ښاغلي مستغني وویل "په دغه یاداشت کې په فیض اباد او کندز کې په موقتي توګه د تاجیکستان جنرال قونسلګریو د بندیدلو دلیل یو لړ کوچنۍ امنیتي اندیښنې یادې شوي او ویل شوي چې د دغو کوچنیو امنیتي اندیښنو د لری کیدو وروسته به دا قونسلګرۍ بیرته پرانیستل شي ".

تاجیکستان د فیض اباد او کندز په ښارونو کې د قونسلګریو سربیره د بلخ ولایت د مزار شریف په ښار کې هم یوه جنرال قونسلګري لري چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي دا قونسلګري نه ده تړل شوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د دغو قونسلګریو اغیز د تاجیکستان سره د خپل هیواد په اړیکو بې اغیزې بولي او وایي چې دا قونسلګرۍ په موقتي توګه تړل شوي دي.

ښاغلي مستغني وویل "یوازي اغیزه یي داده چي هغه هیوادوال چي د فیض اباد او کندز په ښارونو کې یې د تاجیکستان ویزې ترلاسه کولی اوس به هغوی دا ویزې په کابل کې د تاجیکستان د سفارت او یا هم په مزارشریف کې ددغه هیواد له قونسګرۍ څخه ترلاسه کوي ".

افغانستان د تاجیکستان سره د ښو سیاسي اړیکو ترڅنګ پراخه اقتصادي اړیکې هم لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په اوس وخت کې د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ کچه په کال کې یو ملیارد ډالرو ته رسیږي، چې په کې د افغان سوداګرو په لاس د پاکستاني مالونه راکړه ورکړه هم شامله ده.

ښاغلي الکوزي وویل "ترټولو لویه لاره زمونږ د شیرخان بندر لاره ده چې ټول مالونه په دغه لاره ځي، که قونسلګرۍ وتړل شي یو څه ستونزه پیدا کوي خصوصآ د فیض اباد، تخار او کندز خلکو ته دوی مجبوریږي چې د ویزې لپاره کابل او یا مزار ته لاړ شي، مونږ دوی سره ګډ بازارونه هم لرو،یو لړ مسایل دي چې په کې قونسلګریو ته اړتیا پیدا کیږي ".

ښاغلی الکوزی وایي چې د قونسلګریو تړل د سیاسي او اقتصادي اړیکو د کمیدو سبب ګرځي.

په اوس وخت کې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سوداګرۍ ډیره برخه د هغه هیواد څخه افغانستان په لاره پاکستان ته مالوچ او اوسپنه تشکیلوي.

د افغانستان له اړخه دغه هیواد ته افغاني او پاکستاني تازه میوه او هم بوره صادریږي.

تاجیکستان دا پریکړه په داسې حال کې کړې، چې په تیرو دوه اونیو کې په مزارشریف او جلال اباد کې د هند او پاکستان قونسلګرۍ د افغان حکومت د مخالفو وسله والو له خوا په نښه شوي دي.

که څه هم د مزارشریف په ښارکې د هند په قونسلګرۍ د برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په جلال اباد کې د پاکستان په قونسلګرۍ د برید مسولیت د اسلامي دولت یا داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

افغان حکومت وایي چې په افغانستان کې یې د بهرنیو هیوادونو د دیپلوماتانو او د سیاسي نمایندګیو د امنیت د خوندیتوب لپاره به جدي پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG