د لاس رسي وړ اتصالات

په تاجکستان کې د نړۍ تر ټولو لوړ بند پرانیستل شو


تاجکستان د "راغون" په نامه د برېښنا د تولید لومړی توربین چې د نړۍ په تر ټولو لوړ بند تړل شوی د جمعې په ورځ په ځانګړو مراسمو کې پرانیست.

دغه پروژه چې د منځنۍ اسیا تر ټولو ستره پروژه ګڼل کېږي په ٢٠١٦ کې د تاجکستان د جمهور رئیس امام علي رحمان په ځانګړې پاملرنې پیل شوه، تر اوسه په بشپړه توګه پای ته نه‌دی رسېدلې او د شپږو توربینونو له جملې یې یواځې یو توربین کار پیل کړی دی.

تاجکستان هیله لري چې د ٣.٩ میلیارډ ډالرو له دغې پروژې نه چې د «وحش رود» پر سر اباده شوې نه یواځې د خپل هېواد د انژۍ اړتیاوې پوره کړي بلکې په پام کې لري چې افغانستان، پاکستان او ازبکستان ته هم برېښنا «انرژي» صادره کړي.

تاجکستان غواړي افغانستان، پاکستان او ازبیکستان ته هم بریښنا صادره کړي
تاجکستان غواړي افغانستان، پاکستان او ازبیکستان ته هم بریښنا صادره کړي

که چېرې دغه پروژه خپل نهایي ظرفیت ٣٣٥ مترو ته ورسېږي د اوبو دغه بند به د چین د "جنپینگ ١" بند په پرتله چې په دې وروستیو کې اباد شوی ٣٠ مترو لوړ شي.

ټاکل شوې چې د دې بند د برېښنا د تولید ظرفیت په راتلونکو لسو کلونو کې ٣٦٠٠ میګاواټو ته لوړ شي چې په حقیقت کې د انرژۍ د تولید ظرفیت به یې د دریو اټومي بټیو له تولید سره برابر وي.

دا یوه ستره ساختماني پروژه ده چې د تاجسکتان دولتي مقامات د اقتصادي، چاپېریال او ژیوپلیتک ملاحظاتو سره سره پر جوړونه ټینګار کړی دی.

د راغون د بریښنا د بند ساحه
د راغون د بریښنا د بند ساحه

د "راغون" د برېښنا د بند پلان د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې جوړ شوی و خو په ١٩٩١ کال کې د شوروي امپراتورۍ په نړېدو سره وځنډېده.

په ٢٠١٧ کې تاجکستان د دې بند د جوړولو لپاره ٥٠٠ میلیون ډالر نړیواله پانګونه جلب کړه.

تاجک مقامات هیله من دي چې د دغه بند د برېښنا د تولید په پیل کېدو سره به د دې سیمې نورې ساختماني چارې بشپړې شي.

XS
SM
MD
LG