د لاس رسي وړ اتصالات

د تاجکستان ولسمشر: زما په توصیف کې سندرې مه وایاست


د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان لارښوونه کړې چې هېڅ سندرغاړی دې د هغه په توصیف کې شعر او سندره ونه وايي.

د تاجکستان دولتي تلویزون د پنجشنبې په ورځ (فبروري۲۱) راپور خپور کړ چې ښاغلی رحمان د هغه د شخصیت په وصف کې له حده زیات ستاینې له کبله له خپل توصیف څخه بیزاره شوی دی.

ولسمشر امر کړی چې د هغه د ستاینې پر ځای دې د هېواد په ابادۍ او ترقۍ کې "د ولس نه ستړې کېدونکي هلي ځلې او د هېواد لویې لاس ته راوړنې" وستایل شي.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینو خلکو پر ولسمشر رحمان انتقاد کړی چې تشریفاتي غونډې یې ډېرې شاندارې وي او زیات لګښت پرې کیږي.

په منځنۍ اسیا کې رهبر پالنه

په مرکزي اسیا کې د مشرانو ستاینه او لمانځل په یو دود بدل شوي. د تاجکستان په ګاونډ اوزبکستان کې هم د ولسمشر شوکت میرزایف په ستاینې او توصیف کې ګڼې سندرې او ترانې ویل شوي دي.

د" ولسمشر سره زما د سلفۍ" سندره چې په وار وار د دغه هیواد له ډيرو مشهورو تلویزونونو څخه خپره شوه د ګڼ شمیر اوزبکانو له تریخ غبرګون سره مخ شوه او په خواله رسنیو کې یې هرکلۍ ونه شو.

دغه سندره په وار وار د دغه هیواد له ډيرو مشهورو تلویزونونو څخه خپره شوه چې د ګڼ شمیر اوزبکانو له تریخ غبرګون سره مخ شوه او په خواله رسنیو کې یې هرکلۍ ونه شو. ، د دغې سندرې له خپرېدو وروسته د اوزبکستان د موسیقۍ ادارې هم وویل چې ولسمشر د هنرمندانو ستاینې ته اړتیا نلري.

د تاجیک او اوزبیک ولسشمرانو دمخه، د ترکمنستان ولسشمر قربان قلي بردي محمدوف هم د ۲۰۰۶ کال په ټاکنو کې له بریا وروسته په ټولو رسنیو غږ کړی و چې نور دې د هغه ستاینه نه کوي.د هغې سربیره، په کال ۲۰۱۸ کې په عشق آباد کې د ښاغلي محمدوف یو غټ تندیس جوړ شو چې پکې د ۲۴ قیراط طلا کارول شوې وه.

تر محمدوف وړاندې، د ترکمنستان پخوانی ولسمشر صفر مراد نیازوف چې ځان یې د ترکمنانو رهبر بللو په تجمل پرستی ډیر مشهور و.

په عشق آباد کې د ولسشمر نیازوف د واکمنۍ پر مهال د هغه یو غټ طلایي تندیس جوړ شوی و. دغه تندیس داسې جوړ شوی و چې ټوله ورځ به یې مخ د لمر په لوري و او د ورځې په اوږدو کې به یې د لمر سره سم حرکت کولو.

کله چې نیازوف مړ شو نو د هغه تندیس د نوي ولسشمر لخوا له مرکز څخه لیرې سیمې ته ولیږل شو.

د مرکزي آسیا ډیری ولسمشرانو له دوه لسیزو څخه ډیره واکمني کړي ده او د بشري حقونو ځینو نړیوالو سازمانونو لخوا د خپلو سیاسي مخالفینو په ټکولو تورن شوي دي.

XS
SM
MD
LG