د لاس رسي وړ اتصالات

د تخار د دښت کلا ولسوالۍ کانال جوړیږي


د تخار د دښت کلا ولسوالۍ کانال جوړیږي
د تخار د دښت کلا ولسوالۍ کانال جوړیږي

دتخار ولایت د دښت کلا ولسوالۍ د زراعتي ځمکو د خړوبولو لپاره سربند او کانال جوړیږي، دغه کانال د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا د دوه میلونه او دوه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.

د تخار د والي ویاند فیض محمد توحیدي وايي چې ددغه کانال د جوړیدو چارې په تیزۍ سره پرمخ روانې دي، چې په وینا یې په روان کال کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

،،دا د دښت کلا سربند دی، چې په زرګونو جریبه ځمکه خړوبوي، د اوبو او انرژۍ او اوبو د تنظیم وزارت لخوا د دوه میلونه او دوه سوه زره ډالرو په لګښت جوړیږي، موږ کوښښ کوو چې سږ کال ګټې اخستنې ته وسپارل شي، چې ددغه سربند جوړیدل د دښت کلا ولسوالۍ لپاره ډیرې اسانتیاوې برابروي، که دغه کانال نه وي ددښت کلا ولسوالۍ بزګران به د اوبو د کمښت له امله د ستونزو سره مخ وي.،،

د تخار ولایت د اوبو د تنظیم ریس انجنیر سالم اکبر وايي دغه سربند او کانال چې د کوکچې له سینده اوبه جلا کوي، په جوړیدو سره به یې ددښت کلا ولسوالۍ په زرګونو جریبه ځمکه خړوبه شي.

،، دا د دښت کلا د کانال د جوړیدو پروژه ده چې د اوبو او انرژۍ وزارت د انکشافي بودیجې څخه جوړیږي، چې د دښت کلا ولسوالۍ لس زره هیکتاره یا پنځوس زره جریبه ځمکه خړوبوي،،.

هغه وايي چې په دغه پروژه کې د سربند او کانال جوړیدل دواړه شامل دي، چې په وینا یې تنظیمي دروازې هم ورته جوړيږي.

دا مهال د دښت کلا ولسوالۍ ډیر شمیر بزګران د اوبو د نشتوالي څخه سرټکوي او وايي چې که ژر تر ژره يې کانال جوړ نه شي په راروان کال کې به هم له خپلو زراعتي ځمکو ښه حاصلات وا نخلي.

د دښت کلا ولسوالۍ د خواجه د کلي بزګر قلندر چې ددغه سربند په پروژه کې په کار بوخت دی وايي چې سږ کال یې د اوبو د نشتوالي له امله له خپلو ځمکو حاصلات نه دي اخستي.

،، اوبه نشته دی، هیڅ درک یې نه لګي، دغه سیند هر څه وړي ویالې یې هم وړي دي،،.

نوموړی وايي چې ددغه سربند په جوړیدو سره به ددوی ځمکې خړوبې شي: (( که دغه سربند جوړ شي، ځمکو ته مو اوبه هم پیدا کیږي او دښت کلا ولسوالۍ هم ابادیږي.))

د دښت کلا ولسوالۍ یو بل بزګر عنایت الله هم د اوبو د نشتوالي یادونه کوي او وايي چې د اوبو د نشتوالي له امله يې ځمکې په کال کې یو فصل کوي.

د تخار والي عبدالجبار تقوا چې د اوبود تنظیم د ریس سره یو ځای ددغه سربند او کانال د چارو د نظارت لپاره هلته ورغلی و، د اوبو د تنظیم له ریس څخه یې وغوښتل چې باید کوښښ وکړي چې دغه سربند په اساسي ډول جوړ کړي، ځکه چې د والي په وینا دا یوه بنسټیزه پروژه ده او دوی هر کال ددغسې سربندونو او کانالونو د جوړیدو توان نه لري.

،، د دښت کلا ولسوالۍ سربند مې وکوت کارونه يې په تیزۍ روان دي، زما تاکید دادی چې ددغې پروژې کارونه ته ډیره پاملرنه وشي، ځکه چې د سیند غاړه ده او هر وخت ورسره اوبه لګیږي، نو هغه کانکریټ چې د اوبو سره په تماس کې وي، باید د نورو کانکریټونو په پرتله باید هلته تر ټولو ښه کانکریټ وکارول شي،،.

دښت کلا ، خواجه بهاوالدین، ینګي کلا او درقد د تخار هغه ولسوالۍ دي چې هر کال د پسرلي په موسم کې د کوکچې او امو سیند ددغه ولسواليو په سلګونو جریبه زراعتي ځمکې باغونه او کورونه ویجاړوي، خو د اوړي په موسم کې بیا ددغه ولسوالیو د ډیرو بزګرانو فصلونه د اوبو د نشتوالي له امله سوزي.

XS
SM
MD
LG