د لاس رسي وړ اتصالات

په تخار كې اتيا فيصده موټرونه قانوني اسناد نه لري


په تخار كې اتيا فيصده موټرونه قانوني اسناد نه لري
په تخار كې اتيا فيصده موټرونه قانوني اسناد نه لري

د تخار مركزتالقانو كې د تيرو كلونو په پرتله د موټرونو او ريكشاوو ګڼه ګوڼه څو چنده زياته شوې ده، خو ددغه ښار په واټونو او څلور لارو كې داسې موټرونه ډېر كم ليدل كيږي، چې نمبر پليټ ولري.

ددغو موټرونو اتيا فيصده يې هغه دي، چې غير قانوني فعاليت كوي، چې د چارواكو په وينا دغه موټرونه د سيمې په امنيت هم منفي اغېز كوي.

په تخار ولايت كې هغه وخت د ويشكي (بې اسناده) موټرونو شمېر زيات شو چې حكومت په كندوز اوبغلان ولايتونو كې د بې اسنادو موټرونو مخه ونيوله.

د تخار د ترافيكو مديريت يو مامور وايي چې په دغه ولايت كې له پنځه زره څخه زيات ويشكي يا ناقانونه موټرې فعاليت كوي، هغه وايي چې يوازې هغه موټرونه چې كابل، مزارشريف،بغلان او نورو ولايتونو ته سپرلۍ وړي سندونه لري.

د تخار د امنيت امرخيرمحمد تيمور وايي چې دا وخت په دغه ولايت كې تر درې زرو پورې ناقانونه موټرې شته دى، چې د نوموړي په وينا دوى يې د نيولو او مخنيوي پلان لري.

( د ويشكي موټرونو د راټولولو او مخنيوي په اړه د جمهور رييس قطعي امر شته دى، او موږ ددې پلان لرو چې ددغه موټرونو مخه ونيسو، خو داچې دا وخت په تخار كې يو څه امنيتي ستونزې دي، نو له هغې وروسته چې كله موږ خپلې قواووې راټولې كړو په دې اړه به د ولايت او ولايتي شورا سره په مشوره پريكنده تصميم نيسو.)

نوموړى وايي چې دوى څو ځل دمخه هم د هغه موټرونو د مخنيوي هڅه كړې، چې په وينا يې په دغه ولايت كې ناقانونه فعاليت كوي، خو وايي چې په تخارولايت كې تر درې زرو پورې كسان ددغه موټرونو له لارې د خپلې كورنۍ اقتصادي ستونزې حل كوي.

د تالقانو ښار يو موټروان اميد خان چې موټر يې اسناد لري، وايي چې په دغه ښار كې ويشكي موټرونه ډېر زيات شوي دي.

هغه وايي كه د ناقانونه موټرو مخه ونيول شي، له يوې خوا به د سيمې امنيتي حالت ښه شي او له بله پلوه به ورسره ددوى مزدوري هم ښه شي.

( كه د ويشكي موټرونو مخه ونيول شي، شايد زموږ كار هم ورسره ښه شي، ځكه چې موږ دولت ته حق وركوو، ټيكس را څخه اخلي، زموږ په ګټه ده خو دا چې په دغه ښار كې په سلګونو خلك د ويشكي موټرونو له لارې خپلو كورنيو ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا كوي، دولت بايد هغوى ته هم يو كار پيدا كړي.)

د تالقانو يو بل موټروان محمدبرات چې ويشكي موټر لري، وايي چې كه دولت ددوى د موټرو مخه ونيسي بايد په مقابل كې يې دوى ته يوكارروزګار پيدا كړي.

( ما يو څه ځمكه خرڅه كړه او يو څه پيسې مې په سود له بانكه راخستي، ځان ته مې يو كار پيدا كړى، اوس چې دولت ددې موټرو مخه نيسي بايد لږ تر لږه په بدل كې يې موږ ته يوكار پيد كړي، او داسې خالي لاس مو پرې نږدي، چې خداى مه كړه نورو كارونو ته لاس واچوو.)

دغه غير قانوني موټرونه د كندهارولايت د ويش له لارې د افغانستان شمالي ولايتونو ته راوستل كيږي، چې د اسناد لرونكو موټرو څخه په كمه بيه پلورل كيږي، له همدې امله د سيمې ډېر خلك هم كولى شي چې دغه موټرونه واخلي، د تخار ولايت چارواكي وايي چې كه ددغه موټرونو مخه ونيول شي، د سيمې په امنيت به مثبت اغېز وكړي.

XS
SM
MD
LG