د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې د ناټو د عملیاتو خلاف خونړۍ مظاهرې شوي


د مظاهرو په ترځ کې یوه نجلۍ د ژړا په حال کې چې د ناټو او افغان قواوو په ګډو عملیاتو کې یې د کورنۍ غړي وژل شوي.
د مظاهرو په ترځ کې یوه نجلۍ د ژړا په حال کې چې د ناټو او افغان قواوو په ګډو عملیاتو کې یې د کورنۍ غړي وژل شوي.

په تخار ولایت کې د ناټو ځواکونو، پوځي عملیاتو د هغه ولایت په مرکز، د تالقان په ښار کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې راوپارولې چې له امله یې دوولس تنه مړه او اته شپیته تنه نور ټپیان شول.

مظاهره کونکو د ناتو د بمباریو په خلاف چی پکی د دوه ښځو په شمول څلور تنه پکې ووژل شول د ښار سړکونو ته را وتلي و.

ناټو وایي چې د هغو په بریدونو کې، څلور تندلاري وژل شوي و خو د سیمې چارواکي بیا وایي چې وژل شوي کسان، عام وگړي وو.

ناټو وايي چې دافغان او اېتلافي عسکرو په شریکه د یوه کور د تلاشئ په دوران کې هغه څلور تنه وسله وال سړي وویشتل چې د حملې گواښونه یې کول.

ناټو وویل چې د عملېاتو هدف یې دا و چې د ازبکستان د اسلامي تحریک یو غړی ونیسي.

په هغه باندې دا تور لگول شوی چې چاودېدونکي مواد او بمونه به یې په ولایت کې د یو ځای نه بل ځای ته انتقالول.

پولیسو د قهرجنو مظاهر کونکو د خوره ولو دپاره پداسی حال کی ډزی پیل کړی چی ډلې ډلې خلک چی شمیر یی د پنځلسو سوه نه زیات و د جرمنی پوځی قواو اډی په لور ور روان واو د امریکا او افغان جمهور رئیس حامد کرزی په ضد یی په لوړ اواز شعارونه ورکول.

XS
SM
MD
LG