د لاس رسي وړ اتصالات

د تخار سوداگر وايي له ښه امنیت سره یې کار غوړېدلی


د تخار سوداگر وايي له ښه امنیت سره یې کار غوړېدلی
د تخار سوداگر وايي له ښه امنیت سره یې کار غوړېدلی

د درقد ولسوالۍ سوداګر ګلاب الدین چې له دغې ولسوالۍ څخه یې تالقانو ته ۲۰۰۰ منه لرګي راوړي، وايي له هغه راهیسې چې د ولسوالۍ امنیت ښه شوی د دوی کاروبار هم ورسره غوړېدلی

د تخار ولایت سوداگر وايي، د ولایت په سطح امنیت ښه شوی چې دې کار د دوی پر سوداگرئ هم مثبت تاثیر کړی دی.

ګلاب الدین په سیمه کې د امنیت په ښه کېدو خوشحال دی: "مخکې امنیت خراب و، موږ هم له کاره لویدلي وو او په کور کې بې روزګاره ناست وم"

اغاګل احمدي چې په تالقانو کې د موبایل ټلیفونونو دوکان لري، وايي چې له تیرو ۸ کلونو راپدیخوا یې کاروبار پراختیا موندلې، چې د نوموړي په وینا لامل یې په تخار ولایت کې د نسبي امنیت ټینګښت دی.

نوموړی هیله څرګندوي چې په افغانستان کې امنیت راشي او ددغه هیواد خلک په دې وتوانیږي چې په د نورو مختلفو اړخونو تر څنګ په سوداګرۍ کې هم پرمختګ وکړي.

" زموږ سوداګرۍ پراختیا موندلې، تر اتیا فیصده یې پرمختګ ګړی، هیله من یو چې یو سوله یز هیواد ولرو چې سوداګریزې چارې مو نورې هم ښې شي"

اغاګل وايي چې ناامني ددوی کاروبار مخه نیسي، هغه وايي چې څو ورځې دمخه په تالقانو کې یوه چاودنه شوې وه، چې د نوموړي په وینا له امله یې څو ورځې ددوی په خرڅلاو منفي اغېز کړی و: "هغه ورځ چې د کابل بانک تر څنګ چاودنه شوې وه، خلک په اندیښنه کې وو، کله به یوې او کله بلې خواته تلل، زموږ په کاروبار یې څو ورځې تاثیر کړی و، او ټول خلک په دې ویره کې وو، چې بله چاودنه ونه شي، نو له همدې امله ښار ته نه راتلل، خو اوس حالت ښه دی"

په تالقانو کې د اقتصادي چارو یو تن کارپوه محمد عظیم واکمن هم د امنیت ټینګښت د سوداګرۍ د پراختیا او پرمختګ لپاره ضروري ګڼي او وايي چې که په کوم هیواد کې امنیت نه وي هلته سوداګري هم وده نه شي کولی هغه وايي:

"دا طبیعي ده په کوم هیواد کې چې امنیت نه وي، دغه ناامني د خلکو په ژوند، هوساینه او کاروبار ډیر ناوړه اغیز کوي، چې دا یوه ثابته خبره ده"

نوموړی وايي چې دولت ته په کار ده چې د ناامنیو مخه ونیسي، تر څو خلک وکړای شي په ډاډه زړه خپل ژوند وکړي.

د تخار ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د سرمایه ګذارۍ لپاره زمینه برابره ده دوی وايي چې د دولت مخالفو وسله والو ته اجازه ورنه کړي چې په دغه ولایت کې امنیت ګډ وډ کړي، دوی وايي چې ددوی امنیتي قواووې ددې توان لري چې د مخالفو وسله والو د فعالیت مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG