د لاس رسي وړ اتصالات

د تالقانو ښار په پاکوالي کې امریکايي اداره مرسته کوي


د تالقانو ښار په پاکوالي کې امریکايي اداره مرسته کوي
د تالقانو ښار په پاکوالي کې امریکايي اداره مرسته کوي

تالقان د افغانستان په شمال ختیځ کې یو له هغو ښارونو څخه دی، چې ډیره برخه یې د ښاري ماسټر پلان سره سمه اباده شوې، دغه ښار لوی، لوی کورونه او منظم پراخه سړکونه لري. د ښار د سړکونو او کوڅو پر غاړه دنګ، دنګ چنارونه ولاړ دي، د چنارونو لاندې او په اکثرو کورونو کې بهیدونکو ویالو که له یو لوري د ښار ښکلا ډیره کړې له بله پلوه یې د دغه ښار په ستره والي کې هم مهم رول لرلی.

د تالقانو ښار په پاکوالي کې امریکايي اداره مرسته کوي
د تالقانو ښار په پاکوالي کې امریکايي اداره مرسته کوي

په لارو کوڅو کې جمع شوي کثافات بیا هغه څه دي چې د تالقانو ښاریان یې د موجودیت له امله د ښاروالۍ مسوولین ګرموي چې پر وخت د ښار د پاکوالي لپاره پر ځای اقدام نه کوي.

"د مکتب ساحه ډیره ککړه ده، هر څوک کثافات راوړي او هلته یې په سړک غورځوي، ښاروالي باید هلته لکه د پخوا په څیر کثافات دانۍ جوړې کړي او خلک باید کثافات په همغو کې واچوي تر څو ښار پاک وساتل شي"

خو د تخار د ښاروالۍ مسوولین بیا د تالقانو په ښاریانو غږ کوي چې د ښار په پاکوالي کې ورسره همکاري وکړي، ځکه چې د ښاروالۍ د مسوولینوپه نظر د خلکو له مرستې پرته د ښار پاک او ستره ساتل ناممکن دي.

د ښاروالۍ مسوولین زیاتوي چې اوس، اوس ورسره د امریکا د متحده ایالتونو نړیوالې پراختیایي ادارې USAID په دغه ښار کې د بیا رغونې او ځینې زینتي پروژو د پیل کولو وعده کړې، چې په وینا یې دغې موخې ته د رسیدو لپاره یې په تالقانو کې د مخورو او مسلکي خلکو یو ۱۲ کسیز کمیسون چې پنځه ښځینه غړې هم لري جوړ کړی، څو دغې ادارې ته د ښار لومړیتوبونه په ګوته کړي.

د تالقانو ښار په پاکوالي کې امریکايي اداره مرسته کوي
د تالقانو ښار په پاکوالي کې امریکايي اداره مرسته کوي

د تخار ښاروالۍ لوی اداري مدیر سلطان محمد غوثي وايي چې دغه ښاري کمیسون په لومړي قدم کې د USAID له مسوولینو وغوښتل چې باید د ښار په پاکوالي کې ورسره مرسته وکړي.

"کمیټې په خپله لومړنۍ جلسه کې د USAID څخه وغوښتل چې په ښار کې کثافات زیات شوي او باید دغه اداره د کثافاتو راټولولو ته د لومړیتوب حق ورکړي، چې د امریکا د متحده ایالتونو پراختیايي ادارې دغه پروژه منظور کړې او ورته یې ۵۰ زره امریکايي ډالر ځانګړي کړي چې په دوه میاشتو کې به پلي شي. دا یوه ازمیښتي پروژه ده که بریالۍ شوه نو USAID به په تالقانو کې نورې پروژې عملي کوي چې په هغې کې به د سړکونو قیر کول، د عصري تشنابونو او پارکونو جوړول هم شامل وي."

د تالقانو ښاریان هم د دغسې پروژو عملي کیدل د ښار د پاکوالي او ستره والي لپاره ګټور بولي، خو له مرستندویه ټولنو او ادارو څخه غواړي چې د پاکوالي تر څنګ د ښار د سړکونو او ویالو پخولو او په ښار کې د پارکونو جوړولو ته هم پاملرنه وکړي.

د تالقانو ښار په پاکوالي کې امریکايي اداره مرسته کوي
د تالقانو ښار په پاکوالي کې امریکايي اداره مرسته کوي

"مرستندویه موسسات دې په ښار کې پارکونه او تفریحي ځایونه جوړ کړي، چې ماشوما او لویان ورته د تفریح لپاره لاړ شي. ویالې باید پخې کړي او سړکونه قیر کړي، چې په ښار کې دوړې ورکې شي."

سلطان محمد غوثي وايي دغه ښاري کمیسون چې USAID جوړ کړی د دغې ادارې له پروژو د نظارت دنده هم پر غاړه لري او د دې تر څنګ به د ښاریانو ستونزې د ښاروالۍ د مسوولینو تر غوږونو هم رسوي، چې ورسره به د تالقانو ښار ډیری هغه ستونزې حل شي چې دا وخت ورسره تالقانو ښاریان لاس او ګریوان دي.

XS
SM
MD
LG