د لاس رسي وړ اتصالات

تخارولايت كې د ښځو سره تاوتريخوالی کم شوی


تخارولايت كې د ښځو سره تاوتريخوالی کم شوی
تخارولايت كې د ښځو سره تاوتريخوالی کم شوی

په داسې حال کې چې د ښځو له حقونو څخه د دفاع ټولنې د افغانستان په ډېرى سيمو کې په میرمنو باندې د زور زیاتي د پیښو د ډیرېدو یادونه کوي، خو د تخار ولایت د ښځو چارو ریاست چارواکی بیا په دې ولايت كې دښځوپه وړاندې دتاوتريخولي د كچې د ټیټیدو خبره کوي، او وايي چې د تیرو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې په ښځو باندې د زور زیاتي پیښې کمې شوي دي.

وهل ټكول، په بدو کې وركول، بدل او طلاق د ښځو په وړاندې هغه تاوتريخوالی دی، چې دتخار د ښځو چارو ريسې رزم ارا حواش په وينا په تيرو كلونو كې ورسره ددې ولایت زيات شمیرمیرمنې لاس او ګريوان وې. هغه وايي چې له دريو كلونو راپديخوا د ښځو د بدل او په بدو کې وركولو پيښې نه دي پیښې شوي.

د تخار د ښځو چارو ریيسه حواش د ښځو د پوهاوى كچه لوړول، په ښځو باندې د تاوتريخوالي عاملينو ته دعدلي اوقضايي ادارو له خوا د سزا وركول او د علماوو په مرسته ميرمنې په خپلو حقه حقونو خبرول، په دې ولايت كې دتاوتريخوالي د كمیدو اصلي لاملونه ګڼي.

نوموړې په سږني کال کې په ښځو باندې د تاوتریخوالي د پیښو په اړه وايي:

"په۱۳۸۹كال كې د ښځو چارو ریاست کې ۹۸پیښې ثبت شوي چې له ډلې يې ۴ دقتل پیښې دي، ۳۶ حقوقي قضيې دي، دطلاق ۸ پیښې دي، چې دښځوچارو رياست له خواعدلي اوقضايي ارګانونوته ليږل شوي او دوهل ټكولو ۴۹ قضيې دي"

حواش وايي چې له دغو شمیرو څرګندیږي چې د تیرو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې په ښځو باندې د زور زیاتي په پیښو کې نیم په نیمه کموالی راغلی.

د رستاق ولسوالۍ اوسیدونکې پنځه ویشت کلنه زرمینه چې د تخار امنیې قوماندانۍ د کورنیو مسایلو امریت ته راغلی وايي چې پنځه کلونه کیږي چې میړه یې ایران ته تللی او ددې نفقه هم نه رالیږي، هغه وایي چې په دغه موده کې څو ځل د لیورونو لخوا دومره وهل شوې چې په وینا یې په ځان کې یې جوړ ځای نه و، خو زیاتوي چې په دې نه پوهیده چې ښځې هم حق لري او داسې دفترونه شته چې ددوی د حقونو لپاره مبارزه کوي، چې هلته یې عریضه کړي وای او خپل حق یې غوښتلی وای.

تخارولايت كې د ښځو سره تاوتريخوالی کم شوی
تخارولايت كې د ښځو سره تاوتريخوالی کم شوی

زرمینه وايي دا چې ددې په څیر د یوې لرې پرتې ولسوالۍ ښځې اوس له خپلو حقونو څخه ددفاع په خاطر کولی شي حکومت ته عریضه وکړي، نو دا د ښځو په حالت کې د یو مثبت بدلون ښه نښه ده،

هغه وايي: "اوس ښه ده هغه وخت ښځو ډیرې ستونزې درلودلې د خپلې ستونزې د حل لپاره چیرته تللی هم نه شوې، اوس خو د ښځو د حقونو لپاره دفترونه جوړ شوي چې ستونزې یې هواروي"

نوموړې وايي چې دا تر پنځه کلونو انتظار وروسته نور د خپلې خسرګنۍ د ظلمونو د زغملو توان نه لري چې دلته یې د عریضې کولو علت هم همدا دی، هغه وايي چې دا هیله لري چې میړه یې بیرته له ایرانه راشي او دا د خپلو ورونو له ظلمونو څخه وژغوري.

XS
SM
MD
LG